د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان چارواکو په ننګرهار کې د وړو افغانيو د نوټونو وېش پیل کړ


د ننګرهار والي شامحمود مياخېل د خبرې کنفرانس پر مهال.

جلال اباد - د افغانستان په ننګرهار کې د افغانستان بانک چارواکو، د دوه سوه ميلیونو افغانیو وړو بانکنوټونو وېش پیل کړ.

د ننګرهار چارواکي وايي چې وړو بانکنوټونو له ویش سره به هغه ټولې ستونزې حل شي، چې په راکړه ورکړه کې يې د افغانيو د دودولو مخه نیولې وه.

د جلال اباد ښار د اصنافو اتحادیې استازي هم وايي چې له دې وروسته به د افغانیو په دودولو کې هېڅ ستونزه نه وي.

وروسته له هغې چې د ننګرهار چارواکو په راکړه ورکړه کې د پاکستانۍ روپیو د بندښت او د افغانیو د دودولو کمپاین پیل کړ، دوکانداران د افغانيو د وړو بانکنوټونو له کمښت سره مخ شول. خو په ننګرهار کې د افغانستان بانک چارواکو د ډېسېمبر پر ۲۸ مه د ۲۰۰ میليونو افغانیو واړه بانکنوټونه او د پينځه ګون د سیکو ویش د ننګرهار د رسنیو دفتر کې د يوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې پیل کړ.


په ننکرهار کې د افغانستان بانک د څانګې مشر توحیدیار احمدزي د وړو افغاني بانکنوټونو د وېش پر مهال وویل:

"شپږ ميلیونه او نهه سوه زره افغانۍ ما نن د بازار د توزیع لپاره را اخيستي دي. ممکن شل ميليونه افغانۍ د بانک له لارې وکړو. دا به عامه توزیع وي، دې سره به د خلکو ضرورتونه رفع شي. د کومو نوټونو چې اړتیا ليدل کېږي، لکه لسګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون، د یوې میاشتې لپاره شته او تر څو چې دا خلاصېږي، نورې راځي."

د ننګرهار د صرافانو اتحاديې مشر حاجي مصطفی وايي چې د ضرورت په اساس یې ټولو صرافانو باندې یوه اندازه واړه افغاني بانکنوټونه ويشلې او تعهد يې ترې اخیستی چې د غټو او وړو نوټونو تر منځ به يې توپیر نه کوي.

" کوم مشکل چې موږ د وړو افغانيو په مورد کې لرلو، هغه موږ ته د بانک رييس د چارشنبې په ورځ پنیځه نیم ميلیونه افغانۍ سلګون، شلګون، پنځوسګون او سلګون راکړي ول، هغه موږ په ۳۵۰ صرافانو پینځلس، پینځلس زره افغانۍ ویشلي او تعهد مو ترې اخیستی چې د وړو او غټو نوټونو توپیر به نه کوي."

په ننګرهار کې د درمل پلورونکو اتحایې مشر ډاکټر نجیب الله صاحبزاده وویل، کومو شرکتونو سره چې پخوا په پاکستانۍ روپیو درمل پلورونکو معامله کړې وه، هغه به هم افغانيو ته اړوي او له دې وروسته به ټولې معاملې په افغانیو تر سره کوي.

" تېره راکړه ورکړه په مارکيټ کې په ميلیونونو کلدارو وه، اوس چې راکړه ورکړه په افغانيو شوه، پخواني معاملات چې کوم په کلدارو تر سره کېدل، هغه به هم په افغانیو اړول کېږي او له دې وروسته به هېڅ معامله په کلدارو نه وي."

د ننګرهار والي شامحمود مياخېل په دې کنفرانس کې وویل، هر هغه څوک چې د افغانيو په دودولو کې خنډ واقع کېږي، له قانوني چلند سره به مخ شي.

"هر څوک چې خلاف ورزي کوي، باید پينځه کسه لس کسه ونیول شي، سزا ورکړل شي، بیا نو بل څوک خلاف ورزي نه کوي. نو چېرته چې ستونزه وي، ولس باید په دې کې مرسته وکړي، قانوني ادارې هم شته او موږ ټول دې ته ژمن یوو، انشاالله دا ستونزه به حل کېږي."

مياخېل په ولس غږ وکړ چې د سرغړونې پر مهال دې د ولایت د رسنیو دفتر په ۱۶۰ شمېرې زنګ ووهي، ولایتي اداره ژمنه ده چې سرغړونکو ته له قانون سره سمه سزا ورکړل شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

کورونا وایرس: د سوات جوماتونو کې پر لمانځه بندیز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:17 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG