د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان د صحت وزارت د یو شمېر ناروغیو د مخنیوي پنځه کلن پلان تیار کړی


د ډینګي ناروغیو د ناروغانو پخوانی عکس
د ډینګي ناروغیو د ناروغانو پخوانی عکس

پراګ - د پاکستان د صحي خدماتو وفاقي وزارت وايي ، داسې پلان یې تیار کړی دی چې تر پنځو کالو په ملک کې د ډینګي په څېر ناروغیو مخه ونیسي.

دا خبره د یاد وزارت د ملېریا او د ماشو او نورو ژویو له چیچلو د خورېدونکو ناروغیو د څانګې مشر محمد مختار د ډېسېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وکړه.

ده وویل چې روان کال کله ډینګي ناروغۍ په زرګونه خلک وځپل نو د صحت وزارت تابیا وکړه چې د داسې ناروغیو د مخنیوي لپاره پنځه کلن پلان جوړ کړي.

ده وویل، "موږ به تر کله هر کال یوازې هغه وخت فکر کوو چې د ډینګي په څېر ناروغۍ په ملک کې خپره شي. نو د هم دې فکر پر اساس مو پنځه کلن پلان تیار کړی دی."

د ده په وینا دا پلان یوازې د ډینګي ناروغۍ د مخنیوي لپاره نه دی بلکې په دې کې هغه ټولې ناروغۍ شاملې دي چې د ماشو او نورو داسې ژویو له چیچلو خپرېږي.

ده زیاته کړه چې هم داسې په ملک کې د راتلونکو څو کلونو په ترڅ کې د ځینو نورو ناروغیو خطره هم شته.

محمد مختار وویل چې دوي د دې پلان لپاره له صوبايي حکومتونو سره هم پراخې سلا مشورې کړې دي او هغوي هم دا پلان له یو څه بدلون سره په خپلو صوبو کې پر عملي کولو سلا شوي دي.

د تحریک انصاف پر وفاقي حکومت د اپوزېشن ګوندونه تور پورې کوي چې ګواکې یوازې اعلانونه کوي خو په عملي توګه کار نه کوي.

خو محمد مختار وویل ، دوي د ډینګي ناروغۍ له خپرېدو زده کړه کړې ده او اوس د داسې مسلو مخنیوي ته ډېر جدي دي.

ده وویل ، " لکه څنګه چې د ډینګي خورېده موږ ولیدل ، نو د دې پلان عملي کول اوس زموږ مجبوري ده. که مو ونه کړ نو بیا به خدای مه کړه هغسې مسلې وي. خو د وزیراعظم تر حده موږ ته لارښوونې شوې دي چې په هر صورت دا پلان عملي کړو او بیا په ملک کې د ډینګي په څېر ناروغۍ خورېدو ته پرېنږدو. هیله من یو چې په دې لړ کې به څه مشکل راته پېښ نه شي."

د پاکستان په اساسي قانون کې تر ۱۸م بدلون وروسته اوس د یو شمېر نورو په ګډون د صحت څانګه هم اوس له صوبو سره ده.

د اداري چارو پوه مجیب پانېزی وايي ، پر دې سربېره وفاق د صحت په څانګه کې پر ځینو مهمو پروژو له صوبو سره مرسته کوي.

د ده په وینا ، د داسې پلان د عملي کولو لپاره تر وفاق زیاته زمه واري پر صوبايي حکومتونو پرېوزي او د هم دې لپاره وفاق اوسمهال له صوبو سره پر لارو چارو خبرې کوي.

مجیب پانېزي زیاته کړه، " چې دا عمل تر سره شي نو بیا به وفاق صوبو ته پېسې ورکوي چې دا پنځه کلن پلان عملي کړي او نتیجې یې ترلاسه کړي. خو دا خبره ډېره ضروري ده چې که صوبې د وفاق پر مرسته سربېره ښه منصوبه بندي ونه کړي نو ټاکل شوي اهداف به ترلاسه نه کړي."

د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې روان کال هم ډینګي ناروغۍ څه کم سل تنه وژلي او په زرګونه نور یې ټپي کړي وو.

محمد مختار وویل چې دا کال به له اسټرالیا څخه داسې ټیکنالوژي هم ازمویي چې د ډینګي ناروغۍ په مخنیوي کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG