د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلاول بټو: د عمران خان حکومت د ولس لپاره عذاب جوړ شوی دی


بلاول بټو زرداري
بلاول بټو زرداري

اسلام اباد - د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري ویلي دي چې د عمران خان په مشرۍ اوسنی حکومت د ملک د ولس لپاره عذاب جوړ شوی دی.

نوموړي ویلي چې په خېبرپښتونخوا کې له قبايلي سيمو تر پېښوره خلک د خپلو حقونو لپاره په احتجاج دي ، په لاهور کې ډاکټران ، زده کونکي ، تاجران او زمينداران پر احتجاج دي.

بلاول بټو زیاته کړې چې د سند صوبې خلک خفه دي چې صوبه کې يې تر ټولو زيات ګيس پيدا کيږي خو دوي ترې محرومه ساتل شويدي، د بلوچستان تاريخي پسماندګي ولس مايوسه کوي.

بلاول بټو زرداري دا څرګندونې د ډېسېمبر پر ۲۷مه په راولپنډۍ کې د خپلې مور بېنظیر بټو د ۱۲م تلین پر مهال په وینا کې کړې دي.

بلاول بټو: د عمران خان حکومت د ولس لپاره عذاب جوړ شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د پاکستان پخوانۍ وزیراعظمه او د پپلز ګوند د هغه وخت مشره بېنظیر بټو د ۲۰۰۷م کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه د راولپنډۍ په لیاقت باغ کې تر جلسې وروسته وژل شوې وه.

پپلز ګوند په لومړي ځل د بېنظیر بټو تلین په لومړي ځل په لیاقت باغ کې ولمانځه. تر دې وړاندې به یې هر کال د سیند په ګړي خدابخش کې د هغې د مزار په خوا کې جلسه کوله.

بلاول بټو په خپله وینا کې له هره اړخه د وزیر اعظم عمران خان پر حکومت تنقیدونه وکړل او هغه یې د ولس د ستونزو په هوارولو کې ناکامه وباله.

نوموړي وویل چې له خېبره تر کراچۍ خلک د حکومت له تګلارو تنګ شوي دي او ۲۰۲۰ کال به د انتخاباتو کال وي چې پکې به پاکې او رڼې ټاکنې کيږي.

ده وویل ، اوس د جمهوریت دا حال دی چې پارلمان ته تاله لګيدلې ده، ميډيا ازاده نه ده، پرعدليه او په ایین کې پر ۱۸م بدلون بريدونه کيږي.

په ۲۰۱۰م کال کې د پاکستان په ایین کې ۱۸م بدلون شوی وو او ورسره صوبو ته د پخوا پرتله زیات واک او وسایل سپارل شوي وو.

بلاول بټو په دې اړه وویل چې “ اوس له صوبو څخه د حقونو په اخيستو سره وفاق کمزوری کول کيږي. ترهګرو ته به ضرور ماته ورکړل شوې وي خو د انتها پسندي اوور په ټول ملک کې بل دی.”

دا ځل پخواني ولسمشر اصف علي زرداري د ناروغۍ له کبله د خپلې مېرمنې بېنظیر بټو په تلین غونډه کې ګډون ونکړ بلکې د هغه ثبت شوی ویډیويي پېغام د غونډې ګډون والو ته واورول شو.

اصف علي علي زرداري هم پر اوسني وفاقي حکومت کلکې نیوکې وکړې او تور یې پور کړې چې د تحریک انصاف دا حکومت د خلکو په وټونو نه بلکې راوستل شوی دی.

بلخوا د وزيراعظم د اطلاعاتو سلاکارې فردوس عاشق اعوان د بلاول بوټو تورونه رد کړي دي.

نوموړې ویلي چې د عمران خان په مشرۍ کې د تحریک انصاف د حکومت د خاتمې خوب ليدو پر ځاي دې پيپلز ګوند په سیند صوبه کې د لوږې او غربت خاتمه وکړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG