د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان په کابل کې افغان وګړو ته د وېزو ورکول بیا پېلوي


په کابل کې د پاکستان سفارت
په کابل کې د پاکستان سفارت

پراګ - پاکستان اعلان کړی دی چې د ډېسېمبر له ۲۹مې به په کابل کې د هغوی سفارت افغانانو ته د وېزو ورکولو لړۍ بیا پیلوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې پاکساني سفارت د دې خبر پخلی کړی دی.

تر دې وړاندې افغانستان د ډېسېمبر پر ۲۷مه په پېښور کې خپله کونسلګري تر څو میاشتو بند وروسته بیا پرانېسته.

افغانستان په پېښور کې خپله کونسلګري د ۲۰۱۹م کال د اکتوبر پر ۱۳مه له هغه وروسته وتړله چې په پېښور کې پر افغان مارکیټ پولیسو چاپه ووهله.

پاکستان بیا په کابل کې په خپل سفارت کې د وېزو څانګه د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر درېمه له هغه وروسته بنده کړې وه چې دواړو خواوو پر یو بل د خپلو سفارتکارو د ځورولو تورونه لګولي وو.

د افغانستان یو پنځه کسیزه پلاوی تېره اونۍ اسلام اباد ته ورغلی وو او د افغان مارکیټ د مسلې پر سر یې له پاکستاني چارواکو سره خبرې کړې وې.

افغان پلاوی د ډېسېمبر پر ۲۳مه په اسلام اباد کې د پاکستان د قانون له وزیر فروغ نسیم او له لوی څارنوال انور منصور خان سره لیده کاته کړي وو.

د پېښور پولیسو پر افغان مارکېټ چاپه د عدالت له فیصلې سره سمه وهلې وه. عدالت د شوکت کشمیري په نوم یوه کس ته د مارکېټ سپارلو امر کړی وو.

افغانستان د پېښور مارکېټ خپله شتمني بولي او چې کله پاکستانیو پولیسو پرې چاپه ووهله نو په اسلام اباد کې افغان سفارت د دې په غبرګون کې د احتجاج په توګه په پېښور کې خپله کونسلګرۍ وتړله.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د سفارت دا ګام غندلی وو.

XS
SM
MD
LG