د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په تېره لسیزه کې یو لک افغان وګړیو ته مرګژوبله اوښتې'


د ملګرو ملتونو سازمان وایې، په تېره یوه لسیزه کې په افغانستان کې تر یو لک زیاتو ولسي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.

دغه سازمان یوځل بیا د جګړې په ژر تر ژره ختمیدو او د سولي په ټینګښت ټینګار کوي.

په همدې حال کې د افغانستان سولي عالي شورا هیله ښیې چې طالبان دې د تاوتریخوالي په کمولو توافق وکړي چې له امریکایي پلاوي سره د دوی خبرې نتیجه ورکړي او بیا بین-الافغاني خبري پیل شي.

د ملګرو ملتونو سازمان له ټولو ښکېلو خواوو غواړي چې په افغانستان کې یوه تلپاتي سیاسي توافق او اوربند ته د رسېدو لپاره د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅي وکړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې سوله د دې هېواد د راتلونکې لپاره مهمه ده.

ښاغلي یاماموتو وویل، د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.
ښاغلي یاماموتو وویل، د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.

یاماموتو زیاته کړه چې د بین الافغاني خبرو د ترسره کېدو لپاره د افغانستان د خلکو او نورو اصلي لورو لخوا د هڅو هرکلی کوي.

په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان په جګړه کې لاهم ولسي وګړي ژوبلېږي.

یاماموتو ویلي په ډېره خواشینۍ سره دا تاییدوي چې په تېرو لسو کلونو کې په افغانستان کې څه باندې سلو زرو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG