د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ولسمشرۍ نوماندان د شکایتونو کمېسیون ته تللای شي: چارواکي


کمېشن تر اوږد ځنډ وروسته لومړنۍ پایلې اعلان کړې

کابل - د افغانستان د ټاکنو شکایاتو خپلواک کمېسیون وايي، د ډېسېمبر ۲۳مې پر سهار له اتو بجو څخه تر درې ورځو پورې ټول نوماندان کولاي شي په مرکز او ولایتونو کې د لومړنیو پایلو په تړاو خپل شکایاتونه له دوی سره ثبت کړي.

د دې کمېسیون غړي قاسم الیاسي د ډېسېمبر پر ۲۲مه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، کمېسون د ټولو نوماندانو شکایاتونو ته د انتخاباتي قانون او طرزالعملونو په ترڅ کې رسېدنه کوي:

"ټول کاندیدان کولای شي سر له [دوشنبې] خپل شکایتونه تر درې ورځو پورې په مستند ډول ثبت کړي او کمېسون به دې ټولو ته تر ۱۵ ورځو پورې په قانوني ډول رسېدنه وکړي."

الیاسي وايي، د شکایتونو تر پنخلس ورځنۍ څېړنې ورسته د استیناف غوښتنې لپاره هم درې ورځې وخت ورکول کېږي چېې د دې بهیر ارزولو ته بیا ۱۵ ورځې وخت په پام کې نیول شوی دی.

د نوموړي په خبره، کمېسیون تر ۳۶ ورځو پورې خپل وروستي پرېکړه د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته سپاري.

الیاسي دا څرګندونې پر داسې مهال وکړې چې د ډېسېمبر پر ۲۲مه د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسمشریزو انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

له نتیجو سره سم، ولسمشر اشرف غني تر ټولو زیاتې رایې ګټلې دي او اجراییه رییس د ۳۹،۵۲ فیصده رایو په ګټلو دویم مقام خپل کړی.

د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د ډېسېمبر پر ۲۲مه اعلان شوې
د انتخاباتو لومړنۍ پایلې د ډېسېمبر پر ۲۲مه اعلان شوې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت د لومړنیو نتیجو د اعلان هرکلی کړی دی.

په ورته وخت کې د انتخاباتي شکایتونو د خپلواک کمېسیون ریيسه زهره بیان شینوارې وايي، د افغانستان د شکایاتو خپلواک کمېسیون په بې پرې ډول اقداماتو ته ژمن دی:

"موږ له ټولو خواو غواړو چې د دواړو کمېسیونونو د پرېکړو ملاتړ وکړي او دواړه کمېسیونونه پرېږدي چې خپل کارونه په سمه توګه پرمخ بوځي."

په ورته وخت کې د افغانستان پر ټاکنو د څار یو شمېر بنسټونه هم وايي، د انتخاباتو د لومړنیو پایلو پر اعلان بحث د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته سپارل شوی دی، او یاد کمیسیون مکلفیت لري چې د قانون په چوکاټ کې عدالت تامین کړي.

په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس پر ټوېټر په یوه بیان کې ویلي دي چې کمېسیون اوسمهال لومړنۍ نتیجې اعلان کړې دي او د وروستیو پایلو اعلان ته "یو شمېر پړاوونه لا پاتې دي."

پر ټوېټر د جان بس بیان

افغان ولسمشر اشرف غني په یوه بیان کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د نتیجو "هرکلی" او د ولس مننه یې کړې.

خو اجراییه رییس عبدالله عبدالله په یوه بیان کې ویلي دي چې کمېسیون د شاوخوا درې لاکه رایو له "تصفیې پرته" لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د افغانستان ولسمشریز انتخابات د سېپټېمبر پر ۲۸مه شوي ول.

له لومړنیو نتیجو سره سم، محمد اشرف غني ۵۰،۶۴ سلنه، عبدالله عبدالله ۳۹،۵۲ سلنه، ګلبدین حکمتیار ۳،۸۵ سلنه، رحمت‌الله نبیل ۱،۸۶ سلنه، فرامرز تمنا ۰،۹۹ سلنه، سید نورالله جلیلي ۰،۸۵ سلنه، عبداللطیف پدرام ۰،۶۹ سلنه ، عنایت‌الله حفیظ ۰،۶۲ سلنه، محمد حکیم تورسن ۰،۳۶ سلنه، احمد ولي مسعود ۰،۲۲ سلنه، محمد شهاب حکیمي ۰،۱۸ سلنه، غلام فاروق نجرابي ۰،۰۹ سلنه، محمد حنیف اتمر ۰،۰۹ سلنه او نور رحمان لېوال ۰،۰۵ سلنه رایې ګټلي دي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له اداکار سجاد تورو سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG