کابل - د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې تر ټولو ډېرې رايې اوسني ولسمشر محمد اشرف غني وړې دي.
د انتخاباتو خپلواک کمېشن مشرې حوا عالم نورستانۍ نن په کابل کې د رايو د ابتدايي نتيجې اعلان کړي او وې ويل چې محمد اشرف غني ۵۰.۶۴ فېصده رايې ګټلې دي. د هغه ټولې رايې ۹۲۳۸۶۸ دي.
په دوهم نمبر ډاکټر عبدالله عبدالله دی چې ۳۹.۵۲ رايه لري. د هغې ټولې رايې ۷۲۰۹۹۰ دي.
په درېيم نمبر ګلبدين حکمتيار دی چې رايې ۷۰۲۴۲ دي. فېصدي يې ۳.۸۵ کېږي. دا ټاکنې د سپتمبر په اته ويشتمه شوې وي او تر ډېرو جنجالونه وروسته یې لومړۍ پايلې اعلانېږي.
ویډیويي رپورټ وګورئ
اوس کاندیدان دري ورځې فرصت ولري چې خپل شکایتونه د شکایتونو په کمیسیون کې ثبت کړي.
حوا عالم نورستانۍ نن وويل: "مونږ په ډېرې امانتدارۍ خپله دنده ترسره کړې، تر یو میاشت وړاندې له انتخاباتو بوديجه نهوه."
د لومړنیو پایلو اعلان ته وروسته له دې لار هواره شوه چې د ثبات او همپالنې ټاکنیزې ډلې په اوو ولایتونو؛ بدخشان، تخار، بغلان، پنجشېر، جوزجان، سرپل او فاریاب کې د رایو بیا شمېرلو او تفتیش ته اجازه ورکړه.
ټاکل شوې ده چې وروسنۍ یا نهايي پایلې وروسته له دې اعلان شي چې د شکایتونو کمېسیون شکایتونه وڅېړي.
د فېسبوک تبصرې