د لاسرسي ځای

تازه خبر

جسټس ګلزار احمد د نوي چیف جسټس په توګه سوګند وکړ


جسټس ګلزار احمد

اسلام اباد - د پاکستان د سپریم کورټ د چیف جسټس اصف سعید کوسه تر ریټایر کېدو وروسته جسټس ګلزار احمد د نوي چیف جسټس په توګه سوګند کړی دی.

د پاکستان ولسمشر عارف علوي په اسلام اباد کې د دسمبر پر ۲۱مه پر داسې مهال له جسټس ګلزار احمد څخه سوګند واخیست چې د وزیراعظم عمران خان او پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا په ګډون یو شمېر لوړ پوړي چارواکي هم موجود وو.

چیف جسټس ګلزار احمد به د ۲۰۲۲م کال د فرورۍ تر لومړۍ نېټې دغه دنده پرمخ وړي.

د پاکستان په ایین کې د یو جج د ریټایر کېدو لپاره پنځه شپېته کاله عمر ټاکل شوی دی او د سپریم کورټ په ججانو کې چې تر ټولو سینیر وي هغه ته د چیف جسټس چوکۍ ورکول کېږي.

چیف جسټس ګلزار احمد د ۱۹۵۷م کال د فرورۍ پر دویمه نېټه په کراچۍ کې زېږېدلی وو. د هغه پلار نور محمد هم یو قانون پوه وو.

جسټس ګلزار احمد د قانون په برخه کې د زده کړو له ترلاسه کولو وروسته په ۱۹۸۶م کال کې د هار کورټ وکیل شو او په ۱۹۸۸م کال کې یې د پاکستان په سپریم کورټ کې وکالت پیل کړ.

جسټس ګلزار په ۱۹۹۹م کې د یو کال لپاره د سیند های کورټ بار ایسوسي ایشن سیکټري هم ټاکل شوی وو.

نوموړی د ۲۰۰۲م کال د اګست پر ۲۷مه نېټه د سیند های کورټ جج شو او د ۲۰۱۱م کال د نومبر پر ۱۶مه د پاکستان د سپریم کورټ جج وټاکل شو.

جسټس ګلزار احمد په دې موده کې د ځینو مهمو مقدمو لپاره د جوړو شوو جرګګیو یا بېنچونو برخه هم پاته شوی دی.

په دې مقدمو کې د پاناما په نامه مشهوره مقدمه هم شامله وه په کوم کې چې د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف نااهله ګرځول شوی وو.

قانون پوه نور عالم خان مشال راډیو ته وویل چې جسټس ګلزار احمد ډیر پوه ، ځیرک او تجربه لرونکی جج دی.

د ده په وینا ، “ دا اوس چې پاکستان کې کوم د ادارو ترمېنځ کړکېچ روان دی ، دا به نوموړی قابو کړي او د دې ترڅنګ چې تر فېصلو وروسته د ججانو پرضد کوم ریفرنسونه راوړل کېږي د دې مخنیوی به هم وکړي.”

اېډوکېټ نورعالم خان هیله وښودله چې د جسټس ګلزار احمد له چیف جسټس کېدو سره به د عدلیي ازاداي هم باوري شي.

XS
SM
MD
LG