د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستانه ځواکونه نه باسو: ایسپر


د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر

د پنټاګون لوړپوړی چارواکی په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو ټينګار کوي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر په وینا، امریکا چې تر هغه وخته اطمینان نه وي تر لاسه کړی چې افغانستان به یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځای نه بدلېږي، ځواکونه به یې په دې هېواد کې پاتې وي.

ایسپر دا خبره د ډېسېمبر پر۲۰مه د امریکا وسله والو ځواکونو د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې له ریس مارک میلي سره په ګډه خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړه.

ده وویل، "موږ په افغانستان کې یو ماموریت لرو او هغه دا دی چې افغانستان باید هېڅ کله د ترهګرو په خوندي ځای بدل نشي او تر هغه وخته مو چې د دې ماموریت د پای ته رسېدو په اړه ډاډ نه وي تر لاسه کړی، د دې کار کولو په خاطر به خپل حضور وساتو."

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر کمېدو په اړه راپورونه تر سترګو شول.

امریکايي رسنیو تېره اوونۍ خبر ورکړ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ادارې ښایي د سږ کال تر پایه د دې ځواکونو شمېر کمولو په اړه اعلان وکړي.

د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر هم د ډېسېمبر پر ۱۶مه خبریالانو ته ویلي وو چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له کمولو سره ستونزه نه لري.

ده ویلي وو چې غواړي د سولې د هوکړې په صورت کې یا پرته له هغې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کم کړي.

ده ډاډ څرګند کړی وو چې ناټو په افغانستان کې په کم شمېر ځواکونو سره خپل ماموریت پر مخ وړای شي.

اوسمهال په افغانستان کې له ۱۲تر ۱۳زرو امریکايي سرتېري حضور لري.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د سولې په خبرو کې د طالبانو له مهمو غوښتنو یوه ده.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند او د مذاکره کوونکي پلاوي غړي سهیل شاهین د ډېسېمبر پر۲۰مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې بین الافغاني مذاکرات به هغه وخت پیلېږي چې له افغانستانه د ټولو امریکايي سرتېرو د وتلو هوکړه لیک له امریکا سره لاسلیک شي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه انتظار خادم د هیواد د سولې موضوع داسي څېړي.

هغه زیاته کړه، "په دې باور یم چې امریکا په ټوله کې فکر کوي چې په افغانستان کې د خپل حضور پر کیفیت تمرکز وکړي په داسي حال کې چې د ځواکونو کمیت به له دې وروسته د بحث موضوع نه وي خو طالبان غواړي چې ټول بهرني ځواکونه باید له افغانستانه ووځي، زما په باور سوله د مذاکراتو پر مېز یوازینی انتخاب دی خو اوس هم د طالبانو او امریکایانو د مشرتابه ترمنځ د سولې په اړه پيچلتیا شته."

د طالبانو د ډلې استازو تر اوسه له افغان حکومت سره د مستقیمو خبرو وړاندیزونه رد کړي دي خو یو شمېر افغان سیاستوالو او فعالانو په بېلابېلو بین الافغاني خبرو کې په روسیه او قطر کې خبرې کړي دي.

افغان حکومت تل ټينګار کړی چې د سولې بهیر باید د افغانانو په مالکیت پرمخ لاړه شي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له افغان چارواکو سره له لیدو وروسته او کابل ته د خپل سفر تر پای مخکې د چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه ولیکل چې د افغانستان سولې بهیر یوه مهم پړاو ته رسېدلې ده خو په دې اړه یې جزیات ورنه کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG