د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبايل ولس به په عدالتي او پوليس نظام پوهوو: مشر قاضي


اصف سعيد کوسه
اصف سعيد کوسه

د پاکستان ستر عدالت مشر قاضي (سپريم کورټ چيف جسټس) اصف سعيد کوسه ويلي دي قبايلي ضلعو ته د تکړه قاضیانو او پولیس افسرانو له لېږلو سره د يادو سيمو اوسېدونکي په عدالتي او پوليس نظام په ښه توګه پوهېدلی شي.

د شورو په مازيګر په اسلام اباد کې د پخوانۍ فاټا او پاټا په هکله يوې غونډې ته مشر قاضي اصف سعيد کوسه وويل کله چې ۲۵م اييني ترميمي بل پاس شو او قبايلي سيمې د خېبرپښتونخوا برخه وګرځول شوې نو د پېښور های کورټ چيف جسټس ته يې وويل چې خپل ښه ججان او عمله قبايلي ضلعو ته وليږه او تکړه وکيلان هم دې ته راضي کړه چې يادو سيمو ته د کېسونو لپاره ولاړ شي، دا ځکه چې ځايې ولس ته دا وښيي چې دا یو ښه سیسټم دی.

د نوموړي وينا وه دوی د خیبرپښتونخوا د پوليسو مشر ته هم وويل چې خپل قابل افسران يادو سيمو ته ولېږه ځکه چې د قبايلي ضلعو خلک له دې نظام سره بلد نه دي او چې دا افسران هلته ولاړ شي او په ايماندارۍ سره خپل کار وکړي نو د دې نظام يو ښه عکس به ورته وړاندې شي او هغوی به یې هرکلې هم وکړي.

د اصف سعيد کوسه په وينا د پېښور های کورټ چيف جسټس او خیبر پښتونخوا پوليسو مشرهم دا شان په کولو سره تکړه او قابل ججان او افسران قبايلي ضلعو ته ولېږل.

د ذکر ده چې د ۲۰۱۸م کال په مې مياشت کې پخوانۍ فاټا د خیبرپښتونخوا برخه جوړولو لپاره د قامي اسمبلۍ، سېنېټ او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ۲۵م اييني ترميمي بل منظور کړل شوی وو.

د قبايلي ضلعو د وکيلانو اتحاديې پخواني مشراعجاز مومند وايي پېښور های کورټ يې په سيمو کې د نوي ججانو ټاکل امر ورکړو او موجوده حکومت ته يې وويل چې په مياشت کې دننه دننه تاسو عدالتونه جوړ کړۍ خو حکومت خپل کار په سمه توګه نه کوي ځکه خو ولس تر اوسه له دې نظام سره بلد نشو.

د نوموړي پر وينا چيف جسټس چې کومه خبرې کړې چې خلکوته دې نظام په هکله پوهه ورکړئ نو ځايي اوسېدونکو ته بلکل دا معلومه نه ده چې کوم جج له ولاړ شي؟ يا دا کوم سیسټم دئ؟ اوس خو خلک دا پوښتنه کوي چې له خیبر پښتونخوا سره ولې شامل شوي دي.

خو د حکمران ګوند د خیبر ضلعې پارليماني استازي اقبال اپريدې د اعجازمومند د خبرو په جواب کې وايي د قبايلي ضلعو د انضمام لا یو کال هم نه دی پوره شوی ځکه چې په واک کې تر راتلو ۶ مياشتې وروسته د قبايلي ضلعو زوړ نظام ختم شو او له هغه پس حکومت خپل کارونه شورو کړل.

د نوموړي په وينا دا مهال خلک ځينې خلک د حکومت پرضد پروپاګنډ کوي که دوی لږ انتظار وکړي نو ژر به د قبايلي ضلعو پوزيشن تر بندوبستي سيمو ډېر زيات ښه شي.

د يادونې ده چې د ۲۰۱۸ م کال په جنورۍ مياشت کې قامي اسمبلۍ او په اپرېل کې سېنېټ د سپريم کورټ او پېښور های کورټ واک تر قبايلي سيمو غځولو بل په اکثريت سره منظور کړ وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG