د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني او خلیلزاد پر اوربند غږېدلي


خلیلزاد د افغان چارواکو سره د غونډې پر مهال

د افغانستان سولې لپاره د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ډېسېمبر پر۱۹مه په کابل کې له افغان چارواکو سره کتلي.

د ارګ لخوا په جاري شوي بیان کې ویل شوي چې خلیلزاد په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ولسمشر اشرف غني سره په ملاقات کې قطر او پاکستان ته د خپلو وروستیو سفرونو په اړه معلومات ورکړل.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بېګا مشال راډیو ته وویل له خلیلزاد سره د ولسمشر د خبرو تمرکز د اوربند ټينګښت او له افغانستانه بهر د وسله والو طالبانو پټنځایونه وو.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي بېګا مشال راډیو ته وویل له خلیلزاد سره د ولسمشر د خبرو تمرکز د اوربند ټينګښت او له افغانستانه بهر د وسله والو طالبانو پټنځایونه وو.


صدیقي وویل ولسمشر اشرف غني د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي په جاري ساتلو اندېښنه وښودله.

خلیلزاد د ډېسېمبر پر۱۸مه له اجراعیه ریس عبدالله عبدالله سره هم ولیدل.

دا سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې یوې معتبرې خبري شکبې «عرب نیوز» راپور ورکړې چې امریکايي پلاوي له طالبانو د ۱۰ ورځنې اوربند غوښتنه کړې ده.

خلیلزاد دا خبره نه ده کړی خو د نوموړي مذاکراتي ډلې یو غړي دا خبر رد کړی.

د زلمي خلیلزاد او طالب استازیو ترمنځ خبرې د تېر خالي پر ورځ پیل شوې خو د طالبانو لخوا له بګرام هوايي اډې سره نېږدې د چارشنبې د ورځې برید له وجې پکې وقفه راغله.

خلیلزاد په خبرو کې د دمې د اخیستلو اعلان کړی و او هم یې ویلي و چې د بګرام برید په اړه یې له طالبانو سره په خبرو کې خپله غصه څرګنده کړې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG