د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال مشرف ته د مرګ پر ورکړل شوې سزا به عمل وشي؟


د پاکستان ځانګړي عدالت د ډېسېمبر پر ۱۷مه نېټه ددې هېواد پخواني پوځي امر جنرال مشرف ته د ايين ماتولو او غدارۍ په مقدمه کې د مرګ سزا اورولې وه.

د پاکستان زياتره سياسي ګوندونو د عدالت فيصله د جمهوريت بریا بللې خو د پاکستان پوځ ورباندې خپګان ښودلی دی.

پر جنرال مشرف د غدارۍ مقدمه د نواز شريف حکومت په ۲۰۱۳مه کې جوړه کړې وه چې شپږکاله وروسته سرته ورسېدله.

جنرال مشرف د ۲۰۰۷م کال د نومبر پر اوومه نېټه د ايين په ځنډلو سره بېړني حالت يا اېمرجنسي اعلان کړې وه.

د پاکستان د ايين شپږمه ماده هغه کس ته د مرګ سزا تجويزوي چې ايين وځنډوي.

دا د دې هېواد په تاريخ کې لومړۍ ځل دی چې عدالت يوه پوځی امر ته د مرګ سزا اوروي.

خو په داسې حال کې چې د پاکستان پوځ پر دې فيصله خپګان ښودلی نو پوښتنه دا ده چې ايا په داسې حالاتو کې به د عدالت پر فيصله عمل وشي او که نه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې کې د پېښور های کورټ وکيل سنګين خان او په پېښور کې خبريال او سياسي څېړونکي محمود جان بابر سره بحث شوې دي.

جنرال مشرف ته د مرګ پر ورکړل شوې سزا به عمل وشي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:54 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG