د لاسرسي ځای

تازه خبر

خلیلزاد کابل ته ولاړ


خلیلزاد په کابل کې له افغان چارواکو سره د خبرو پر مهال. پخوانی عکس.

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد کابل ته راغلی او له افغان چارواکو سره ګوري.

د سولې په چارو کې د دولت د وزارت ویاندې ناجیې انوري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي افغانان د دوحې د روانو خبرو او همدارنګه په ټوله کې د سولې بهیر په اړه د ښو خبرونو د اورېدو په تمه دي.

زلمی خلیلزاد د قطر له پلازمینې دوحې څخه کابل ته تللی دی.

ده او د طالبانو د سیاسي ډلې غړیو تېره شنبه خبرې پيل کړې وې او بیا په بګرام هوايي اډې د طالبانو د چارشنبې برید له کبله په خبرو کې دمه واخیستل شوه.

خلیلزاد د خبرو ځندولو اعلان کړی و او هم یې ویلي و چې د بګرام یې د طالبانو پر برید غوسه څرګنده کړه.

خلیلزاد لیکلي و چې طالبان دې په دې مهمې موضوع له خپلو مشرانو سره مشوره وکړي او و دې ښيي چې د سولې لپاره د افغانانو هیلې او غوښتنې ځوابولی شي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ازادي راډیو ته ویلي و چې دوی هم له خلیلزاد سره په خبرو کې د شپنیو عملیاتو او بمباریو مسله یاده کړې وه او نیول شوې دمه کې دواړه لوري له خپلو مشرتابه و سره مشوره کوي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

له اداکار سجاد تورو سره مرکه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG