د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد: د پېښور سکول ناورین پنځم تلین ولمانځل شو


د پېښور پر ارمي پبلک سکول په شوي برید کې د وژل شویو پنځمه تلین د ډېسېمبر پر۱۶مه ولمانځل شوه.

د ۲۰۱۴م کال د ډېسېمبر پر۱۶مه وسله والو د پېښور پر ارمي پبلک سکول برید کړی وو چې د شاوخوا ۱۳۰ ماشومانو په ګډون تر ۱۴۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.
د هغه برید زمه واري بیا تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د پېښور، لاهور او کراچۍ په ګډون په اسلام اباد کې هم غونډې او لاريونونه ترسره شوه.

کله چې په اسلام اباد کې د مشال راډيو همکار د راپور جوړولو په اړه د اسلام اباد په جناح سپر مارکيټ او پرېس کلب مخې ته راجوړ کړل شویو پروګرامونو ته ورغلو نو په غونډو کې ډېر کم کسان موجود ول.

په اسلام اباد کې چې کله د وکيلانو، ډاکټرانو يا استازاتو غونډې يا احتجاجونه کېږي نو په لسګونو کسان پکې برخه اخلي خو د پېښور ارمي پبلک سکول پېښې په ياد کې کړل شویو دې غونډو کې يو څو کسان موجود ول.

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید څلورم تلين
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:11 0:00


په اسلام اباد کې پروګريسيو يوته سوسايټي اف پاکستان نومې تنظيم د ورځې په مناسبت سره د يو پروګرام تابيا کړې وه چې پکې منتظيمونو د وژل شویو ماشومانو په ياد کې شمعې بلولو سره سره ويناګانې به يې کولې خو داسې ونه شول.

د ياد تنظيم وياند اېمن زاهد مشال راډيو ته وويل، غونډې ته يې چې څومره هم خلک راغلي ول نو لاسلیکونو مهم کې برخه اخيستو وروسته فورا به ولاړل.

د نوموړي وينا وه، د مدني ټولنو غړيو له پکار و چې په دې پروګرام کې له موږ سره رايو ځای شوی وې خو د افسوس خبره دا ده چې په داسې پروګرامونو کې خلک ګډون کولو پر ځای په کورونو کې ناست وي پکار وه چې زيات شمېر کې خلک راغلې وې او يو مثبت پېغام يې ورکړې وې.

موږ په ټولنيزو رسنيو خلکو ته په پروګرام کې د ګډون بلنه ورکړې وه د اسلام اباد انتظاميي سره سره ځېنې پارلېماني استازي او زده کوونکي راغلي ول او هغوی په دستخط مهم کې برخه اخيستو وروسته واپس ولاړل خو زه دا ويل غواړم چې زموږ په خلکو کې د جذبې کموالې دې.

دې ترڅنګ يو شمېر د بشري حقونو تنظيمونو او ادبي ټولنو د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته د ارمي پبلک سکول پېښې په ياد کې د يوې مشترکه غونډې تابيا کړې وه خو هغې ته هم په کم شمېر کې خلک ورغللي وو.

مشال راډيو چې کله د میرمنو حقونو لپاره کارکونکې يوې غېر سرکاري ادارې عورت فاونډيشن يو مشر عاصم ملک پښتنه وکړو چې ارمي پبلک سکول پېښې په یاد کې راجوړ کړل شوي پروګرامونو کې د مدني ټولنو فعالانو او عام خلکو علاوه د ژوند د مختلفو شعبو سره تعلق لرونکو خلکو ولې په دومره کم شمېر کې ګډون وکړل نو نوموړې وايي:

"د مدني ټولنو فعالان خو پوره کال د ارمي پبلک سکول په ګډون د داسې نورو يو شمېر رامخې ته شویو پېښو په ياد کې پروګرامونه او غونډې کوي. دا يو جاري عمل دې چې ټول کال روان وي."

د نوموړي په وينا، د مدني ټولنو فعالان کله هم د سړکونه بندولو په حق کې نه وي بلکې دوی په پرامنه توګه خپل احتجاج ريکارډ کوي.

د یادونې وړ دې د ارمي پبلک سکول د بريد وروسته د پاکستان سياسي او پوځي مشرولۍ په ملک کې د ترهګرۍ مخنيوي لپاره قامي تګلاره یا نېشنل اېکشن پلان جوړ کړ، دې ترڅنګ په هيواد کې يې د پانسۍ له سزا بنديز هم پورته کړل.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG