د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکايي سېنېټر لېنډسي له جنرال باجوه سره پر افغان سوله غږېدلي


امریکايي سېنېټر لېنډسي ګراهم له پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدو مهال. ۲۰۱۹، ۱۶ ډېسېمبر
امریکايي سېنېټر لېنډسي ګراهم له پاکستاني لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه سره د لیدو مهال. ۲۰۱۹، ۱۶ ډېسېمبر

د امریکا سېنېټر ګراهم لېنډسي ګراهم د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوه سره د افغانستان سولې بهیر او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

د پاکستان سرکاري رسنیو د ډېسېمبر پر ۱۷مه ویلي، دواړو مشرانو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په روالپنډۍ کې ولیدل او د سیمې سولې او ثبات لپاره د پاکستان پر هڅو يې هم خبرې وکړي.

بلخوا لېنډسي ګراهم د ډېسېمبر پر ۱۶مه په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني سره ملاقات کړی دی.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون مشال راډیو ته وویل، لېنډسي ګراهم په خبرو کې ټینګار کړی چې باید د افغانستان د یوې داسې سولې لپاره کار وشي چې د تېرو ۱۸ کالونو کامیابۍ له لاسه ورنکړل شي.

ګراهم بیا په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې کېدای شي، ولسمشر ټرمپ ژر په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شمېر کمولو اعلان وکړي.

د یو بل خبر له مخې د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر د ډېسېمبر پر ۱۵مه ویلي، هغه له افغانستانه د سولې تړون کېدو یا نه کېدو بغیر خپل پوځیان ویستل غواړي.

د امریکا رسنیو ویلي، کېدای شي چې د ولسمشر ټرمپ انتظامیه د روان کال ختمېدو وړاندی له افغانستانه د ۴۰۰۰ پوځیان ویستلو اعلان وکړي.

دا مهال په افغانستان کې د امریکا له ۱۲۰۰۰ تر ۱۳۰۰۰ پورې پوځیان دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG