د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپريم کورټ: د پوځ د مشر ملازمت مودې اوږدولو لپاره قانون سازي وکړئ


د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه
د پاکستاني پوځ مشر جنرل قمر جاويد باجوه

د پاکستان سپريم کورټ د د دسمبر په ۱۶مه د پوځ د مشر ملازمت مودې غځولو په اړه په تفصيلي مقدمه کې ويلي که حکومت په شپږو مياشتو کې په دې اړه قانون جوړ نه کړي نو جنرل قمر جاوید باجوه د پوځ مشر نه شي پاتې کېدلی.

د جنرل باجوه د ملازمت درې کلنه موده د نومبر په نهه ويشتمه ختمېدله خو حکومت د يو حکم له لارې د نوموړي کاري موده د دريوو کلونو لپاره پسې وغځوله. سپريم کورټ دا ونه منله او وې ويل ولسمشر د وزیراعظم په لارښوونه د پوځ مشر ټاکلی شي خو د ملازمت موده یې نه شې غځولی ځکه دې لومړی قانون سازي وکړي.

په فېصله کې د قانون سازۍ په اړه وضاحت نه دی شوی. د پوځي مشر د ملازمت موده د پارليماني ايکټ له لارې اوږديږي نو بيا د تحريک انصاف حکومت په قامي اسمبلۍ کې د اکثريت له کبله اپوزېشن ته ضرورت نه لري. خو که د دې کار لپاره نوی قانون جوړېږي نو د هغې لپاره به په دريو کې دوه برخې او د سېنټ تاييد ته اړتيا وي. په سېنټ کې اپوزېشن اکثرت دی او واردمخه یې ويلي دي چې حکومت سره په دې لړ کې مرسته نه کوي.

د قانوني چارو پوه شهاب الدین خټک وايي که حکومت د پارليماني ايکټ له لارې په قانون کې ترميم وکړي نو دا بيا په عدالت کې چېلنج کېدلی شي نو ځکه حکومت ته ستونزې په مخ کې دي. ((حکومت چې کله هم په قانون کې ترميم غواړي نو اسانه لار غوره کوي. اسانه لاره د پارليماني ايکټ کول دي چې د بحثونو او سېنټ ته د وړلو ضرورت یې نه وي. خو ستونزه دا ده چې دا کار په عدالت کې چېلنج کېدلی شي نو ځکه حکومت بيا مجبورېږي چې په دريوو کې د دوو اکثريت خپلولو لپاره بيا د اپوزېشن د غړو ملاتړ وغواړي.))

د تحريک انصاف حکومت په دې اړه اپوزېشن سره خبرو لپاره يوه درې کسيزه کمېټې جوړه کړې ده خو په پارليمان کې دوو لویو اپوزېشن ګوندونو، پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) مشرانو خبرداری ورکړی چې د وزيراعظم عمران خان رويه سمه نه ده نو ځکه ورسره د پوځي مشر د ملازمت مودې غځولو قانون جوړولو کې لاس نه کوي.

د سياسي چارو پوه اياز وزير وايي په پوځ کې دننه افسران هم د جنرال باجوه د مشر پاتې کېدو په اړه يوه خوله نه دي. د هغه په وېنا اپوزېشن غواړي چې د پوځ په مخ کې د عمران خان حېثیت نور هم خراب کړي. ((داسې اوازې شته چې د پوځ دننه ځيني افسران د جنرل باجوه ملازمت اوږديدل نه غواړي. عمران خان چې په کومه طريقه دا مسله پر مخ بيولې، د هغې له وجې دا کیسه جنجالي شوې ده. اوس به اپوزېشن سياستوال غواړي چې دا شپږ مياشتې بې له قانون جوړېدو تېرې شي او د پوځ په مخ کې عمران خان نور هم کمزوری وښودل شي.))

XS
SM
MD
LG