د لاسرسي ځای

تازه خبر

'ټرمپ روانه اوونۍ له افغانستانه د امریکايي ځواکونو کمول اعلانوي'


مخکښ امریکايي سناتور لېندسي ګراهام
مخکښ امریکايي سناتور لېندسي ګراهام

یو مخور امریکايي سېنېټر لېنډسي ګراهام وايي، تمه ده چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ به په روانه اوونۍ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر کمولو اعلان وکړي.

سېنېټر ګراهام د دوشنبې په ماښام کابل کې وویل، ولسمشر ټرمپ ښايي په دې اوونۍ کې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د شمېر کمول اعلان کړي چې له راتلونکي کاله به پیل شي.

د ګراهام په وینا د افغان امنیتي ځواکونو وړتیا زیاته شوې او څومره چې د دوی وړتیا زیاتېږي هومره به د امریکايي ځواکونو شمېر کمېږي.

د امریکا سېنېټ دې مخور سېنېټر چې ولسمشر ټرمپ ته نږدې بلل کېږي او وړاندې یې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو کمولو مخالفت کاوه، د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، که ولسمشر ټرمپ په دې اوونۍ کې په افغانستان کې له ۱۲۰۰۰ څخه د امریکايي سرتېرو د شمېر کمولو اعلان وکړي دی به‌ یې ملاتړ وکړي.

د نوموړي په وینا افغانستان بیا پر امریکا د برید په ډګر اوښتو په مخنیوي کې ۸۶۰۰ سرتېري کافي ځواک دی.

دې امریکايي سېنېټر همدارنګه وویل چې له افغانستانه د سرتېرو ایستل باید شرایطو ته په پام وي او طالبان باید هغه ژمنې پوره کړي چې دوی یې کوي.

نوموړي په ځانګړې توګه د افغان ښځو د حقونو او په تېرو ۱۸ کلونو کې د دوی د لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار وکړ او و یې‌ ویل د جګړې پای ته رسولو لېوالتیا باید د دې سبب نه‌ شي چې افغان ښځې بیرته شا ته ولاړې شي.

سېنېټر ګراهام په کابل کې د څرګندونو پر مهال همدارنګه وویل پر طالبانو د دې باور نه‌شي کېدای چې د ترهګرۍ پرضد د مبارزې باوري ځواک به واوسي.

لېنډسي ګراهام د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره جلا جلا لیدنې وکړې.

د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل، په لیدنه کې د ګراهام ټینګار پر دې و، یوې داسې سولې ته دې کار وشي، چې د تېرو ۱۸ کلونو بریاوې له لاسه ونه‌وځي.

هغه زیاته کړه: "په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مسولانه او تدریجي کمول هم په هغو مسلو کې شامل و چې (سېنېټر ګراهام) پرې له ولسمشر غني سره خبرې وکړې، ولسمشر غني د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ظرفیتونو په اړه خبرې وکړې چې دا مهال ډېره برخه امنیتي مسولیت پر غاړه لري."

ګراهام چې تر دې مخکې یې هم د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول ته ګوته نیولې، په کابل کې یې بیا ټینګار وکړ، که پاکستان پر طالبانو نور فشار راولي، دا به په افغانستان کې د کړکېچ هواري کې زیاته مرسته وکړي.

د ولسمشر اشرف غني ویاند صدیق صدیقي وویل، ولسمشر غني، له سېنېټر ګراهام سره لیدنه کې وویل چې اوربند او له افغانستانه بهر طالبانو ته د امن پر پناه ځایونو تمرکز زموږ د خلکو پوښتنې دي چې باید ځواب شي.

نوموړی زیاتوي: "اوله مسله د طالبانو لپاره له افغانستانه بهر د خوندي پټنځایونو مسله ده، دوهمه موضوع د اوربند وه چې د طالبانو له‌خوا باید ومنل شي څو موږ خبرې اترې سره پیل کړو، یعنې په افغانستان کې باید جګړه داسې پای ته ورسېږي چې زموږ ۱۸ کلنو لاسته راوړنو ته زیان ونه‌رسېږي."

له اجراییه ریاست څخه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله اوسېنېټر ګراهام په لیدنه کې د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر شفافیت، د افغان امنیتي ځواکونو په وړتیاوو او همدارنګه د سولې په پروسه بحث وشو.

د اجرائیه ریاست د خبرپاڼې په وینا، په دې لیدنه کېسېنېټر ګراهام هیله څرګنده کړه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړې له لاسلیک او د تاوتریخوالي له کمېدو وروسته به بین‌الافغاني خبرې پیل شي او په‌کې د افغانستان په استازیتوب یوه ټول‌شموله هیئت برخه واخلي.

تر دې مخکې دې امریکاييسېنېټر په پاکستان کې له صدراعظم عمران خان او د پاکستان د پوځ له مشر سره کتلي و.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر ویلي، ګراهام له جنرال قمر جاوېد باجوه سره د افغانستان د سولې په شمول د سیمې پر امنیت خبرې کړې دي.

طالبان ټینګار کوي چې د سولې په هر ډول جوړجاړي کې به له افغانستان څخه د ټولو امریکايي سرتېرو وتل شامل وي.

له دې ډلې سره یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد په هڅو بوخت دی.

نوموړي تېره اوونۍ په بګرام هوايي اډه کې د طالبانو له یو برید وروسته په موقته توګه دوحه کې له طالب استازو سره خبرې وځنډولې، خو تمه کېږي چې دا خبرې اترې به ژر بېرته پیل شي.

دا مهال له طالبانو څخه د امریکايي لوري مهمه غوښتنه د تاوتریخوالي په کمولو سلا کېدل دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG