د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د بحرین ملي ورځې جشن کې برخه اخلي


عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۴مه سعودي ته ولاړ او د وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره یې وکتل.
عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۴مه سعودي ته ولاړ او د وليعهد محمد بن سلمان او نورو چارواکو سره یې وکتل.

پراګ ـ د پاکستان وزیراعظم عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۶مه په رسمي سفر بحرین ته ځي او هلته د هغه هیواد د ملي ورځې په جشن کې برخه اخلي.

د پاکستان رسمي سرچینې لیکي چې له نوموړي سره به په دې سفر کې د کابینې ځیني وزیران او لوړ پوړی پلاوی هم ملګری وي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ډېسېمبر پر ۱۵مه، په خپله ویبپاڼه لیکلي چې نوموړی د بحرین د باچا حماد بن عیسی ال خلیفه په بلنه هلته ورځي او د هغه هېواد د ملي ورځې په مناسبت به هلته میلمه وي.

خبرپاڼه زیاتوي، ټاکل شوې چې د بحرین حکومت وزیراعظم عمران خان ته د هېواد ترټولو لوی ملکي انعام ورکړي.

له وزیراعظم جوړېدو وروسته بحرین ته د عمران خان دا لومړی سفر دی.

عمران خان د ډېسېمبر پر ۱۴مه، د سعودي عرب له ولي عهد محمد بن سلمان سره په رياض کې ملاقات کړی وو او ورسره یې د دواړو هېوادونو په اړیکو او په سيمه یيزو حالاتو خبرې کړې وې.

د یوې اندازې ترمخه په بحرین کې له یو لاک څخه زیات پاکستانیان هم ژوند او کار کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG