د لاسرسي ځای

تازه خبر

بشري حقونو ته د ښځو لاسرسۍ ډېر شوی: خوستۍ فعالانې


په خوست کې غونډه
په خوست کې غونډه

خوستۍ فعالانې وايي، چې پدې ولایت کې تر پخوا د ښځو لپاره د کار، روغتیايي خدمتونو، زده کړو او د ژوند په نوروبرخو کې ښه والۍ راغلی دی.

دوی په خپلو خبرو کې له ښځو وغوښتل، چې د خپلو حقونو د لاسته راوړلو لپاره لا زیاتې هڅې وکړي.

خوستیو فعالانو یادې څرګندونې د شنبې په ورځ د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په لمانځ غونډه کې وکړې.

د خوست د ښځو چارو رئیسې شافعه نورزۍ مشال راډیو ته وویل، ښځې همد نارینه وو په شاند ژوند، تعلیم، کار، روغتیايي اسانتیاوو ته د لاسرسي او په نورو برخو کېاسلامي او بشري حقوق لري.

دې وايي، په خوست کې ښځې ورځ تر بلې له خپلو حقونو برخمنې کیږي او دوی ته د کار او زده کړو په شرایطو کې ښه والۍ راغلی دی.

اغلې نورزۍ له حکومت غوښتنه کوي، چې ښځو ته د کار په برخه کې لا نورې اسانتیاوې برابرې کړي.

د بشرا په نوم یوه خوستۍ پيغله هم وايي، چې پدې ولایت کې ښځو ته څه نا څه کاري فرصتونه برابر شوي، خو دې له نورو ښځو وغوښتل، چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه وکړي او هغو ادارو سره دې په اړیکه کې شي، چې دوی لپاره د کار مناسب چاپيریال برابرولی شي.

په خوست کې د بشري حقوقو د اعلامیې نړیواله ورځ د خبریالانو د خوندیتوب کمیټې په بلنه جوړه شوې وه.

د یاد دفتر مشر سیف الله حیات وویل، پدې غونډه کې ښځو، نارینه وو، مدني فعالانو او د رسنیو استازو برخه اخیستې، چې دا ټول د بشري حقونو د اعلامیې د محتوا د ترویج او پلي کیدو په برخه اغېزمن دي.

خوست والي محمدحلیم فدايي، چې د غونډې له ویناوالو وو، وویل ولایتي اداره د ددې ټولنې دیني او کلتوري ارزښتونو ته په کتود بشري حقونو رعایت او پلي کیدو ته ژمنه ده.

ده وویل، ښځې او نجونې د زده کړې، ځوانان د کار همدارنګه دیني عالمان، فرهنګیان او د ټولنې نور قشرونه خپل حقونه لري او حکومت د دې حقونو لپاره هر ډول ممکنې هڅې کوي.

د بشری حقونو نړیواله اعلامیه د ۱۹۴۸ز کال د ډېسمبر پر ۱۰مه د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې تصویب شوه.

دا ورځ هر کال د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې، د عدالت د ټینګښت، پر بشري حقونو د بحث او څرنګوالي همدارنګه د بشري ارزښتونو د ترویجولو په موخه لمانځل کېږی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG