د لاسرسي ځای

تازه خبر

وزیراعظم عمران خان په یو ورځني سفر سعودي عرب ته تللی


عمران خان او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان (پخوانی عکس)

پراګ - د پاکستان وزیراعظم عمران خان د دسمبر پر ۱۴مه په یو ورځني رسمي سفر سعودي عرب ته تللی دی.

د جدې پر هوايي ډګر د مدینې منورې مرستیال والي او پاکستاني کونسل جنرل خالد مجید هرکلی وویلو.

عمران خان به د خپل سفر پر مهال د سعودي له پاچا سلمان او ولي عهد محمد بن سلمان او نورو اعلی چارواکو سره ملاقاتونه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې وزیراعظم عمران خان به په دې سفر کې د سعودي عرب له لوړپوړو چارواکو سره پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو چارو خبرې کوي.

پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې وزیراعظم عمران خان به له سعودي چارواکو سره د سعودي عرب په زندانونو کې د قیدو پاکستانیانو د سباوون په اړه هم خبرې کوي.

د نړیوالو چارو پوه ډاکټر اعجاز خټک وايي عمران خان چې په تيرو مياشتو کې سعودي عرب ته کوم سفرونه کړي وو د هغه هدف د سعودي عرب او ايران ترمېنځ د حالاتو ښه کولو لپاره وې او دا اوسنی سفر هم د هغې لړۍ برخه ښکاري.

د ده په وینا ، ايران د پاکستان ګاونډی ملک دی او اړیکې ورسره نشي خرابولای او له سعودي عرب سره یې بیا له اوږدې مودې ډېر ښې اړیکې پاته شوې دي نو ځکه هڅه کوي چې د منځ څه لاره را وباسي او خپل اړیکې ښې وساتي.

د اسلام اباد په نړيوال اسلامي پوهنتون کې د نړيوالو اړيکو استاذ ډاکټر منظور اپريدی وايي د سعودي عرب او ايران ترمېنځ د حالاتو له ښه کولو سره سره د پاکستان دا هڅه ده چې د هند تر انتظام لاندې کشمير پر مسله د سعودي عرب حمايت ترلاسه کړي نو ځکه وخت پر وخت د ياد ملک دورې کوي.

عمران خان تر دې وړاندې د ۲۰۱۹م کال په سېپټمبر او اکتوبر کې هم د سعودي عرب په سفر تللی وو.

XS
SM
MD
LG