د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومتي کمېټۍ به د خبریالانو ستونزې هوارې کړي؟


د خبریالانو د احتجاج پخوانی عکس
د خبریالانو د احتجاج پخوانی عکس

اسلام اباد - د پاکستان وفاقي حکومت د دې لپاره یو کمېټۍ جوړه کړې ده چې د خبریالانو او مطبوعاتي ادارو د مسلو د هواري لپاره هلې ځلې وکړي.

دا کمېټۍ به له ټلیویژن چېنلو او ورځپاڼې څخه د خبریالانو د اېستل کېدو ، د هغوي د تنخاګانو د موضوع تر څنګ به له حکومت څخه د اشتهارونو د پېسو مسله هم هواروي.

د خبریالانو د حقونو لپاره کارکوونکي تنظیمونه وايي ، دوي باور نه لري چې دا کمېټۍ به یې ستونزې هوارې کړي.

د دوي په وینا دا ځکه چې تر دې وړاندې په پاکستان کې د نورو مسلو لپاره جوړو شوو کمېټیو کله هم هغه مسلې نه دي هوارې کړې.

په پېښور کې له کاره اېستل شوی خبریال افتاب احمد مومند وايي ، شاوخوا څلورنیم کاله یې په ۲۴ نیوز چېنل کې کار کړی خو اوس یې ناڅاپي له ۱۸ نورو همکارانو سره یو ځای اېستلی دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل چې په دې کې زیاتره هغه خبریالان دي چې د خپل کور ټولې زمه وارۍ د دوي پر غاړه دي.

ده وویل ، د حکومت له خوا جوړې کمېټۍ کې په چټکۍ کار وکړ ښه به وي ګني نو د ده په وینا په اوږده موده کې بیا دوي تمه ترې نه لري.

په اسلام اباد کې د خبریالانو د وفاقي سازمان - پي ایف یو جې – مرستیال مشر او خبریال افتخار مشواڼي مشال راډیو ته وویل چې د حکومت دا ښه ګام دی خو باید چې یاده کمېټۍ د مېډیا مالکانو تر فشار لاندې رانشي.

ده وویل ، “یوازې په کمېټیو کار نه کېږي باید چې حکومت په ځان کې جرات پیدا کړي چې مېډیا مالکان د دې پابند کړي چې کومه ګټه ورله راځي چې هغې کې د خپلو خبریالانو او نورو کارکوونکو لپاره برخه بیله کړي.”

د اطلاعاتو په برخه کې د وزیراعظم ځانګړې سلاکارې ډاکټر فردوس عاشق اعوان د دسمبر پر ۱۳مه په اسلام اباد کې رسنیو ته وویل چې حکومت د خبریالانو د نوکریو او تنخاګانو او د اشهتاراتو برخه کې د حکومت او مېډیا ادارو ترمېنځه د مسلو د حل لپاره یوه کمېټي اعلان کړې ده.

نوموړې وویل چې دا کمېټۍ به د حکومت او مطبوعاتي ادارو ترمنځ د واټڼ کمولو لپاره کار کوي.

په پاکستان کې د خبریالانو سازمانونه وايي ، مطبوعاتي ادارو په زرګونه خبریالان او نور کارکوونکي له دندو لرې کړي دي.

د دوي په وینا ، د لوی شمېر خبریالانو او کار کوونکو تنخاګانې هم ایسارې شوې دي. دوي د دې پرضد په وار وار احتجاجونه هم کړي دي.

د مېډیا مالکانو وینا ده چې دوی ته حکومت د اشهتاراتو مد کې پېسې نه ورکوي نو ځکه دوی د نوکرانو پېټی نه شي برداشت کولای.

XS
SM
MD
LG