د لاسرسي ځای

تازه خبر

عبدالله عبدالله په اوو ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنې ته اجازه ورکړه


عبدالله عبدالله د وینا پر مهال

کابل - د افغانستان ولسمشرۍ ته د نوماند عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې انتخاباتي ډلې پر خپلو پلویانو غږ کړی چې د ټاکنو کمېسیون ته اجازه ورکړي چې د ډسېمبر پر۱۵مه په اوو ولایتونو کې د رایو بیاشمېرنه او پلټنې ترسره کړي.

عبدالله عبدالله د ډسېمبر پر ۱۳مه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه کړې ده.

هغه وویل، د ثبات او همپالنې ډله د شاوخوا ٣٠٠ زره لانجمنو رایو، جلا او ځانګړې پلټنې غواړي.

سرپل، بغلان، بدخشان، تخار، فاریاب، پنجشېر او جوزجان هغه ولایتونه دي چې د عبدالله عبدالله پلویانو په کې د رایو بیاشمېرنې او پلټنې مخه نیولې وه او د انتخاباتي ولایتي دفترونه یې تړلي وو.

عبدالله وویل، دا پرېکړه یې د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون په غوښتنه او د دې لپاره کړې چې ټولې پلمې ختمې شي.

"موږ وغوښتل چې په قانوني اقدام سره د کمېسیون غوږ ته مو غږ ورسېږي. کمېسیون ونه غوښتل دا غږ واوري. کله چې د انتخاباتي شکايتونو کمېسیون په غوښتنه له خلکو دا غوښتنه کوو، معنى يې دا نه ده چې موږ هغه ١٠٢زره رايې چې تر ټاکلي وخت بهر کارول شوي، منو، هېڅکله نه. دا قانوني نه دي. نورې ١٣٧زره رايې مو هم نه دي منلي. د هغوى لپاره د جلا او ځانګړي پلټنې غوښتنه لرو. ځکه مشکوکې رايې دي او د هغوى په اړه قانع کوونکي دلايل نه شته."

د ثبات او همپالنې ډله ادعا لري چې شاوخوا ۳۰۰ زره رايې د ټاکنو د قانون او طرزالعملونو له مخې باطلې دي او باید له سیسټمه و ایستل شي، خو د ټاکنو کمېسیون یې معتبرې ګڼي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون د عبدالله عبدالله د تېرې شپې د اعلان هرکلی کړی دی.

د یاد کمېسیون يوه وياند عبدالعزيز ابراهيمي مشال راډيو ته وويل، په اوو ولايتونو کې د رایو د بياشمېرنې او پلټنې ته د اجازې په ورکولو سره به د ابتدايي پایلو اعلان ته لاره هواره شي.

"دا کار کولاى شي زموږ نيمګړي کارونه بشپړ کړي او موږ به وکړاى شو چې په پاتې ٧ ولايتونو کې د رایو بياشمېرنه او پلټنې پيل کړو او تر هغه وروسته ابتدايي بيا ورپسې حتمي نتيجې اعلان کړو."

د افغانستان پر انتخالاتو نظر لرونکی د ځوانانو د پارلمان پخوانی مشر اغا محمد قريشي وايي ، " زه فکر نه کوم چې د اوو ولايتونو د رایو په بياشمېرنې سره دې ستونزه حل شي. ځکه د ټاکنو د شکايتونو کمېسیون چې کومه غونډه جوړه کړې وه، دا په اصل کې د ټاکنو پر سر يو ډول معاملې ته د لارې اوارولو يو فرصت و چې له دې سره مذاکرو، د ټاکنو پر سر معاملې ته او د ټاکنيزو ټيمونو ترمنځ د لانجې پر سر يو ډول معاملې ته لار اوارېږي."

د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې د سپټمبر پر ۲۸مه تر سره شوې وې. تر اوسه یې لومړۍ نتیجې لا نه دي اعلان شوې.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG