د لاسرسي ځای

تازه خبر

مبارز شفیق اېډوکېټ چېرته دی؟


شفیق اېډوکېټ
شفیق اېډوکېټ

پراګ ـ د پنجاب په اوکاړه کې وکیل او پر ټولنیزو رسنیو فعال شفیق احمد خان اېډوکېټ په دوهم ځل بې درکه کړل شوی دی. نوموړي پر ټولنیزو رسنیو فېسبک او ټویټر د پښتون ژغورنې غورځنګ او د ورکو خلکو په حق کې لیکنې کولې.

د شفیق اېډوکیټ مشر ورور عبدالرشید بېګا مشال رېډیو ته وویل کشر ورور یې سږ کال په جون میاشت کې هم داسې اوچت کړل شوی و او بیا د څو ورځو تر بند او وهلو ټکولو وروسته خوشې شوی و. هغه وویل هغه وخت وفاقي تحقیقاتي ادارې پر شفیق د ریاستي ادارو خلاف پر ټولنیزو رسنیو د لیکنو مقدمه کښل شوې وه چې پکې یې ضمانت شوی و.

"د لسم تاریخ په ماښام یې له کور سره نزدې د یوه دوکان له مخې وړی دی. موږ ته مالومه نه وه، موبایل یې هم بند و. بیا ګاونډیانو ویل چې هغه چا وتښتولو. موږ چې هلته دوکان مخې ته لګیدلي کیمرې ریکارډ وکوت نو پکې ښکاري چې شفیق یې کرولا ګاړي کې چې ډي سي ۹۲۹ نمبر یې دی، د سپنیو جامو کسانو له ځانه سره یوړ. تراوسه بې درکه دی."

عبدالرشید وویل، شفیق ورته ویلي و، چې له نامالومه نمبرونو څخه ورته ګواښونه کیږي.

شفیق احمد ایډوکېټ پر فېسبک اخري لیکنه د ډېسېمبر پر لسمه چې د بشري حقونو نړیواله ورځ هم ده، کړې ده، نوموړي لیکلي نړیواله ټولنه دې په پاکستان زور راوړي چې په هیواد کې دننه ټولو قومونو او مذهبي لږکیو ته برابر حقونه ورکړي.

نوموړي په په خپلو نورو لیکنو کې پر واکمن تحریک انصاف ګوند او پوځ باندې انتقادي لیکنې کړي دي. هغه په بلوچستان کې د ورکو خلکو، د ډان ورځپاڼې او پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ هم لیکنې کړي دي.

د هغه تر لادرکه کېدو وروسته په ټولنیزه رسنۍ ټویټر"اېډوکېټ شفیق چرته دی" په نامه ټرېنډ هم جوړ شو چې د نورو ترڅنګ د پښتون ژغورنې فعالانو د هغه د خوشې کېدو په حق کې لیکنې وکړې. د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او له جنوبي وزیرستان د قامي اسمبلی استازی علي وزیر وایي، که په هر ځای یو څوک په ناقانونه توګه ورکېږي او بیا عدالت ته نه وړاندې کېږي دوی د داسې عمل غندنه کوي.

"که چا له قانونه سرغړونه کړي وي نو د قانون سره سم دې یې ونیسي او عدالت ته دې وړاندې کړي. که له هر چا بې انصافي کیږي موږ یې مخالف یو"

د شفیق ورور عبدالرشید وویل، د اوکاړی ښار په تاڼه کې یې د شفیق اېډوکېټ د ورکیدنې درخواست ورکړی دی او پولیسو ورسره ژمنه کړې چې د ورکېدنې په اړه به اېف ای ار ولیکي خو تراوسه ورته پولیس بهانې کوي.

په دې اړه مې د اوکاړی د پولیسو مشر جاوید خان سره اړیکه ونیوله، هغه په دې اړه د تفصیل لپاره راڅه لس منټه وخت واخیست خو له دې وروسته یې د بیا بیا کوششونو باوجود یې ټلیفون نه اوچتوه.

په هانګ کانګ کې د بشري حقونو کونسل د ډیسمبر پر ۱۳مه په یو بیان کې د شفیق احمدخان اېډوکیټ ورکېدنه غندلې او دپاکستان له وزیراعظم ،سپریم کورټ او د بشري حقونو له وزیرې غوښتني چې د نوموړي په پیدا کولو کې د هغه له کورنۍ سره مرسته وکړی.

په پاکستان کې د بشري حقونو ځینې فعالان د خلکو د لادرکه کولو تور پر ریاستي ادارو لګوي خو هغوی تل دا تورونه رد کړي دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG