د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت څنګه دی؟


د ډېسېمبر پر ۱۰ مه نېټه د بشري حقونو نړيواله ورځ ولمانځل شوه.

په پاکستان کې هم ددې ورځې په تړاو مظاهرې او غونډې وشوې چې پکې په دې هېواد کې د بشري حقونو پر وضعيت اندېښنې وښودل شوې.

په دې وروستيو کې د پاکستان اپوزيشن ګوندونه، د خبريالانو اتحاديې او د بشري حقونو کورني او نړيوال سازمانونه تور پورې کوي چې په دې هېواد کې د بشري حقونو وضعيت ورځ تر بله خرابېږي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان د بشري حقونو وضعيت ددې هېواد بشري حقونو سازمان هيومن رايټس کميشن اف پاکستان مرستيال مشر حبيب طاهر اېډوکېټ، په پېښور کې د مدني ټولنې سازمانونو شبکې پښتونخوا سول سوسايټي نېټ ورک مشر تيمور کمال او د بشري حقونو لپاره د پاکستان د قامي اسمبلۍ کمېټۍ کې د واکمن تحريک انصاف ګوند غړي سيف الرحمن سره څېړل شوي دي.

په پاکستان کې د بشري حقونو وضعيت څنګه دی؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:26:01 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG