د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اصف علي زرداري ضمانت منظور شو


اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري
اصف علي زرداري او بلاول بوټو زرداري

د پاکستان پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري له زندانه د هغه د پلار خوشي کېدلو لپاره د ضمانت منظورېدو هرکلی کړی دی.

د پاکستان پيپلز پارټي شريک مشر بلاول بوټو زرداري له زندانه د هغه د پلار خوشي کېدلو لپاره د ضمانت منظورېدو هرکلی کړی دی. نوموړي نن (د دسمبر په يوولسمه) په اسلام اباد کې د خپلو خوېندو سره يو ځای په يوه خبري غونډه کې وويل چې د ده پلار هيڅ درغلي نه ده کړې او بايد لا وختي له زندان خوشي شوی وای.

بلاول بوټو زرداري په احساسي اندازې خبرې وکړي او وې ويل چې پلار يې ښکاری دی او له زندانه تر راوتلو وروسته او د درملنې پس به ښکار کوي.

اسلام اباد هايي کورټ نن د پاکستان پخواني ولسمشر او پيپلز پارټۍ شريک مشر اصف علي زرداري ضمانت منظور کړ. د درغليوو په تور زنداني شوی اصف علي زرداري ګوند وايي هغه ناروغ دی نو ځکه يې عدالت ته درخواست ورکړی وو چې نوموړی دې د درملنې لپاره خوشي شي.

د اصف علي زداري خور، فریال تالپور
د اصف علي زداري خور، فریال تالپور

د هغه زوی بلاول بوټو زرداري په ننئ خبري غونډه کې وويل چې دا د عمران خان د حکومت اخري کال دی. هغه تور پورې کړ چې احتساب قامي اداره د تحريک انصاف حکومت سره ملګري شوي دي او په مخالفو سياستوالو بې بنياده مقدمې جوړوي.

نوموړي زياته کړه چې ډېر ژر به يې ترور فريال تالپور سره هم انصاف وشي. د احتساب اداره او حکومت دا الزامونه بې بنياده بولي او وايي چې د درغليوو خلاف جنګ کې د چا ملګرتيا يا مخالفت نه کوي.

اصف علي زرداري او د هغه خور فریال تالپور د جون په مياشت کې د احتساب قامي ادارې له خوا نيولي شوي وو. پر دوی د درغليوو تورونه دي. زرداري په دوو کېسونو کې ضمانت اخیستی. يوه مقدمه د جعلي بېنک اکاونټونو له لارې په مبيينه ډول د درغليوو کول او بله د پارک لېن په نامه يوې کمپنۍ کې د پېسو د مبيينه غلا او تورو پېسو سپينولو يا مني لانډرينګ ده. نوموړی دا تورونه ردوي.

د ډان ورځپاڼې ترمخه د دسمبر په يوولسمه د احتساب قامي ادارې وکيلانو کوښښ وکړ چې د اسلام اباد هايي کورټ قاضيان قانع کړي چې د زرداري ضمانت ونه مني. خو د نوموړي وکيلانو دليل وړاندې کړ چې پخوانی ولسمشر نه شي کول په زندان کې علاج وکړي.

پيپلز ګوند وايي چې زرداري د زړه ناروغي لري او په زندان کې هغه ته د ورکړل شوو طبي سهولتونو خوشاله نه دي.

XS
SM
MD
LG