د لاسرسي ځای

تازه خبر

روپۍ تر مخکیني نرخ لږه بره ختلې


په پاکستان کې د روپۍ ارزښت په امريکايي ډالر کې د اړولو پر وخت تر پخواني نرخ لږه لوړه شوې ده. د ډيسمبر پر نهمه د بازار له بندېدو سره په پاکستانيو بانکونو کې يو ډالر په يو سل څلور پنځوس روپۍ او اويا پېسو بدلېدو.

د پيښور او اسلام اباد پشمول د ملک د کرنسيو په مختلفو خلاصو مارکيټونو کې يو ډالر تر يو سل څلور پنځوس روپۍ او شل پېسو پورې بدلېدو.

د روان کال په جون مياشت کې د يو ډالر نرخ شاوخوا يو سل څلورشپيته روپیو ته رسيدلې وو خو په تیرو قريبا شپږو مياشتو کې د يو ډالر په نرخ کې نهه روپو پورې کمی شوی دی.

د روپۍ ارزښت لوړېدو غټه وجه څه ده؟ اېا د پاکستان په معيشت کې بهتري راغلې ده کنه غېر ملکي قرضې اخيستو لوجې د ډالر نرخ په ښکته راروان دې؟

د دې پوښتنو په جواب کې د اقتصادي چارو پوه ډاکټر اکمل حسېن وايي دا وخت خو ټولو ته ښکاري چې د روپۍ ارزښت لوړ شوې دی خو د دې درې وجوهات دي يو دا چې حکومت د سود شرح زياته کړې ېاني هغه بهر ميشتي خلک چې خپلو ملکونو کې ورته دوه درې فيصده شرح سره ګټه ورکول کيده نو پاکستان حکومت دا شرح ۱۲ ديارلس فيصده ته ورسوله نو ځکه زيات ډالر ملک ته راغلل. دوهمه داچې بانډونه يې خرڅ کړل او درېمه داچې حکومت د پېسو نړيوال صندوق سره سره د نړيوال بېنک او اېشيايي ترقياتي بېنکه قرضه واخېسته نو زرمبادلې ذخاير زياتيدو لوجې د ډالر په مقابله کې د روپۍ په قدر کې بهتري راتلل شورو شوي دي خو دا ټول عارضي ګامونه دي ځکه چې حکومت به کله دا قرضه واپس ورکول شورو کوي نو بيا به د ډالر نرخ په بره ځي.

د اسلام اباد په قايداعظم پوهنتون کې دمعاشياتو استاد ډاکټر انور شاه نه چې کله مشال راډيو پښتنه وکړه چې روپۍ ارزښت لوړيدولوجې په پاکستان پورې غېرملکي قرضو کې به څه کموالې راشي نو نوموړې وايي په پاکستان قرضه په ډالرو کې ده او که د يو ډالر نرخ سل روپۍ وي او يا که دوه سوه نو هيڅ فرق پرې نه پرېوځي ځکه چې حکومت به قرضه واپس په ډالر کې ورکوي البته که دغه غېر ملکي قرضه بيا پاکستانۍ روپۍ ته راواړې او د روپۍ ارزښت دا شان په بره روان وي نو بيا ضرور فرق پرېوځي.

دا چي مخکې به د ډالر نرخ په بينک کې کم او د کرنسيو په خلاصو مارکيټ کې به زيات وو نو وس ولې صرافان ډالر د بينک نه هم په کم نرخ اخلي؟

مشال راډيو چې کله دا پوښتنه په اسلام اباد کې د يو صراف قيصر عباس نه وکړه نو نوموړې وايي په مارکيټ کې ډالرموجود دې نو ځکه يې دوي په کم نرخ اخلي دويم دا چې د تير څه وخت راهيسې په بينکونو کې د ډالر نرخ پرځای نه دې ولاړ که صرافان ډالر د بينک په نرخ اخېستل شورو کړي او د ډالر نرخ نور هم راکم شي نو بيا خو دوي د نقصان سره مخ کيدې شي تر کومه چې حالات هم داسې روان وي نو دوي ډالر د بينک په نرخ نشي اخستلې نو ځکه يې نرخونه کم ساتلي دي.

د يادونې ده چې ۲۰۱۸م کال په مي مياشت کې يو ډالر نرخ شاوخوا يو سل دوويشت روپۍ و کوم چې نن يو سل څلور پنځوس روپو نه زيات دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG