د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د افغانیو دودلو هڅې پیل شوې


کندهار: یو افغان صراف د افغانیو اړولو پرمهال

په خوست کې یو ځل بیا د ځايي چارواکو، امنیتي ادارو او د افغانستان بانک د کارمندانو له لوري د افغانیو دودولو لپاره هڅې پیل شوې دي.

خوست له هغو ولایتونو دی، چې خلک يې له شاوخوا ۲۸ کلونو راهیسې کلداره کاروي او د خلکو او سوداګرو اصلي سرمایه يې هم په کلدارو ده.

که څه هم پخوا څو ځلې حکومت د افغانیو دودولو هڅې کړي، خومسوولین وايي، دا ځل د افغانیو دود ځکه اسان دی، چې دوه کلدارې په یوه افغانۍ تبادله کېږي او دوکاندارن هم ډېری توکي له کابل او نورو ولایتونو په افغانیو رانیسي.

خوستیان وايي، افغانۍ د دې وطن خپله سیکه ده، خو شرط یې دا دی چې په اول ګام کې باید په ښارونو کې دود شي.


په خوست کې دا ځل د افغانیو دودو لپاره حکومتي مسوولینو د ښار په ټولو عبوري او داخلیدونکو دروازو کې صرافان توظیف کړي، چې خلکو ته د دوی د کلدارو په عوض افغانۍ ورکړي.

خلک او سورلۍ له ګاډو د پولیسو لخوا راکوزېږي او خپلې پیسې افغانیو ته اړوي.

د دې په خوا کې حکومتي مسوولینو د دې بهیر څارنه چټکه کړې او هم يې په ښار او اطرافو کې د افغانیو کارونې، د اړتیا او ګټې په اړه عامه پوهاوی پیل کړی دی.

د خوست د والي ویاند طالب منګل پدې اړه مشال راډیو ته وویل: "په خوست کې د افغانیو د ترویج پروسه پیل شوې ده، د ولسوالیو په لویو لارو او د خوست ښار په عبوري دروازو او د ښار په منځ کې هغه څوک چې راځي د پولیسو لخوا ښکته کېږي، دوی صرافانو ته معرفي کېږي، کلدارې ورکوي او افغانۍ ترلاسه کوي، ټولو امنیتي ارګانونو ته په سخته ویل شوي، چې د افغانیو د رایجولو لپاره مبارزه وکړي، ټول ولسونه راسره همکاره دي او د دې پروسې کلک ملاتړ کوي."

د خوست اوسېدونکي وايي، افغانۍ د دې وطن خپله سیکه ده، خو شرط یې دا دی چې په اول ګام کې په ښارونو کې دود شي.

د خوست درې تنه اوسیدونکي محمود، حاجي غفار او حاجي بخت محمد وايي، په کلدارو راکړه ورکړه باندې د خلکو تاوان دی، ځکه نن سبا سوداګر او دوکانداران توکي او شيان په کابل او نورو ولایتونو کې په افغانیو اخلي او کله چې یو ځل کلداره اخلي او بیا يې افغانیو ته اړوي، نو دوه وارې تاواني کیږي.

دوی زیاتوي، کچیرې د افغانیو د رایجولو لپاره د افغان حکومت اراده پیاوړي وي، نو باید په ټولو يې یو شان عملي کړي.

په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک چارواکي وايي، چې د افغانیو د رایجولو پروسه څوارلس کاله مخکې پیل شوې وه او چا به چې سرغړونه کوله، نو هغوی به نقدي جریمه کېدل، دې کار لس کاله وخت ونیو، خو دا پروسه د فساد ښکار شوه او خلکو ورڅخه سوء استفادې وکړې.

په سویل ختیز زون کې د افغانستان بانک مسوول معلم شاه نیکیار وايي، د خوست خلک چې سرمایه يې کلدارې ده، باید په افغانیو باندې يې بدله کړي.

دی زیاتوي، که چیرې خلک لدې فرصته ګټه وانخلي، نو نور به هم تاواني شي.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

پر شاعرې زېبا اپرېدۍ د برید خلاف لاریون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:25 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG