د لاسرسي ځای

تازه خبر

ولسمشر غني د ناکامورا وژنه یوه غمیزه وبلله


ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ناکامورا د لور او میرمنې سره د لیدنې پر مهال.
ولسمشر اشرف غني په ارګ کې د ناکامورا د لور او میرمنې سره د لیدنې پر مهال.

افغان ولسمشر د ولسي خدمتګار ډاکټر تيڅو ناکامورا وژنه يوه غميزه بللې او ویلي يې دي چې د هغه په وژل کیدو ټول افغان ولس په ویر کې دی.

ولسمشر اشرف غني دا خبرې د دسېمبر پر شپږمه ماښام په ارګ کې د ناکامورا د لور او میرمنې سره د لیدنې پر مهال کړي.

په پام کې ده د دسېمبر پر اوومه په کابل کې د ناکامورا مړي ته د حکومت له خوا د درناوي مراتب پرځاى شي. ​

جمهوري رياست تېره شپه په يوه اعلاميه کې د افغانستان په ختيځو ولايتونو کې د ډاکټر ناکامورا د تېرو ٢٢ کلونو فعاليتونه ډېر موثر ګڼلي، چې ورسره د زرګونو کسانو ژوند هم په مثبت ډول بدل شوى دى.

د ٧٣ کلن ناکامورا هغه کارونه چې د اوبو د مديريت، کرنې او د اوبولګولو په برخه کې کړي، د پام وړ ګڼل کېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطا اله خوږياڼى وايي، د ډاکټر ناکامورا مړينه د هغه د صادقانه خدمتونو له کبله په هېواد کې دننه او بهر د افغانانو له سخت عکس العمل سره مخامخ شوه.

هغه وویل: "د افغانستان په ځانګړي ډول ننګرهار کلتوري او عنعنوي ارزښتونه يې پالل، مونږ چې ډېر ورته ضرورت لرو اوبه دي، ده د اوبو د مهارولو په برخه کې بېسارې چارې ترسره کړې، کانالونه او سربندونه يې جوړ کړل، شاړې ځمکې يې خړوبې کړلې، خلکو ته يې کاري فرصتونه برابر کړل، دا هغه څه وو چې د ننګرهار د خلکو په زړونو کې به همېش ياد وي، دوى په همدې خاطر د ډاکټر ناکامورا په ياد شمعې بلې کړې، د هېواد په سطحه يې د هغه له کورنۍ سره خواخوږي شريکه کړه."

ډاکټر ناکامورا چې د جاپان د سولې طبي موسسې رئيس و او خلکو له نازه مورا کاکا باله، تېره چهارشنبه په جلال اباد ښار کې د وسله والو په بريد کې لومړی ټپي شو، خو وروسته یې د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړه.

له هغه سره پنځه افغان همکاران هم په دې پېښه کې، چې چا يې لا مسووليت نه دى منلى، ووژل شول.

بلخوا سرحدي ځواک چې له کلونو راهيسې په لغمان ولايت کې دنده ترسره کوي، وايي ډاکټر ناکامورا د اقتصادي مافيا له منګولو زياتې ځمکې ايستلې او ابادې کړې دي.

هغه زیاتوي: "د دې ستر او بشرپال انسان په لاسونو هغه ډاګونه چې کلونه- کلونه شاړ پاتې وو او د اقتصادي مافيا تر ولکې لاندې وو، اباد او زرغون شول او د ګټې اخيستو وړ وګرځېدل، خلک له دې ښېګڼې متاثره وو، دى پوهېده چې د اوبو د تدريجي مهار په وجه به ستونزې پېښېدلاى شي، دى له دغو خطرونو خبر و خو ده له افغانستان سره دومره مينه درلوده، چې بيا يې هم د افغانستان د ابادولو لپاره دغو خطرونو ته اوږه ورکړه."

د ډېرو په باور خطرونو ته اوږه ورکول لوړ همت او لوى زړه غواړي، چې کله- کله د انسان د ژوند په بيه هم تمامېږي.

د ننګرهار د والي وياند عطا اله خوږياڼى وايي، څرنګه چې ډاکټر ټيټسو ناکامورا د افغانستان په ختيځ کې د اوبو د مهارولو په برخه کې هم فعاليتونه کول، نو د ده په وينا د ده قتل ښايي له افغانستانه بهر پلان شوى وي.

نوموړی زیاتوي: "يو سياسي اړخ هم لري، ځکه د اوبو د مهارولو ګټه افغانانو ته رسېږي، زيان يې زموږ ګاونډي هېواد ته، دوى دي چې نه غواړي زموږ په هېواد خصوصاً په ننګرهار کې پرمختګونه راشي، ډېرى شواهد هم داسې دي، چې د ډاکټر ناکامورا مړينه په افغانستان کې نه، بلکې له هېواده بهر پلان شوې ده او لوى علت يې هم د هغه له خوا په ننګرهار کې د اوبو مهارول دي."

خو ولسمشر محمد اشرف غني پرون د ناکامورا له مېرمنې او لور سره د کتنې پر مهال ويلي، چې د اوبو د مهارولو په برخه کې به د ناکامورا کار او فکر په قوت دوام لري.

په کابل کې د جاپان سفير ميتسوجي سوزوکا له افغانانو د مننې تر څنګ ويلي، د ناکامورا د بريا يو راز په پروژو کې د سيمې د خلکو شريکول وو.

ده ويلي د افغانستان د پرمختيا لپاره به د جاپان هڅې دوام مومي.

د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر ډاکټر ناکامورا ترهګرۍ برید بللى او غندلى يې دى.

خليلزاد د دسېمبر پر شپږمه شپه په ټويټر کې د پېژندل شوي سندرغاړي هارون باچا هغه سندريزه ټوټه هم خپره کړې، چې ډاکټر ټيټسو ناکامورا ته ويل شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG