د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست ښار یو څلور لاری د تېڅوناکامورا په نوم ونومول شو


د خوست ښار څلور لاری
د خوست ښار څلور لاری

د دسېمبر پر شپږمه د خوست ښار د سبزي منډيي لوري کې نوی جوړیدونکی څلور لاری د ولایتي ادارې لخوا د بشرپال جاپاني، ډاکټر تېڅو ناکامورا په نوم ونومول شو.

د خوست حکومتي مسوولینو او فعالانو د څلور لاري د نومونې په ځای کې ناکامورا د افغانانو یو نږدې دوست، خواخوږی او خدمتګار وباله او ويې ویل، دې بشرپال جاپاني خپل ټول ژوند د افغانانو خدمت ته وقف کړی وو.

تېڅو ناکامورا د پي ایم اېس په نوم د یوې جاپانۍ موسسې مشر وو، چې د چارشنې په ورځ دندې ته د تګ پر مهال جلال اباد ښار کې د څو وسلوالو لخوا د خپلو پنځو همکارانو سره ووژل شو.

د خوست ښار ختیز لوري کې سبزي منډيي خواته د ښاروالۍ لخوا پر نوې جوړیدونکې څلور لاري باندې د بشرپال جاپاني تېڅو ناکامورا د نوم اېښودنې ځای ته د خوست حکومتي مسوولین، مدني فعالان او د بشري حقونو د بنسټونو غړي ورغلي ول.

د خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان په خپلو خبرو کې دناکامورا وژونکي د افغانانو دښمنان یاد کړل او ويې ویل چې نوموړي بشرپال جاپاني د ختیزو سیموخلکو ته د روغتیا او د اوبو د کانالونو او سربندونو په برخه کې ډېر کارونه وکړل.

دده په وینا، ناکامورا د کنړ له سینده ډېرې شاړې ځمکې ابادې او هغه يې د کرنې وړ کړې.

د پټان په وینا همدې خدمتونو ته په کتو د خوست سیمه ییزې ادارې او ولسونو وپتیله چې د خوست ښار یو څلور لاری د تیسو ناکامورا په نوم ونوموي.

د بشري حقونو یو فعال بوستان ولي زي وویل، خوستي ولسونه د دې بدې پيښې له کبله د جاپان ولس سره په غم کې ځانونه شریک بولي او د ولایتي ادارې هم مننه کوي، چې د ناکامورا د خدمتونو د قدردانۍ او د هغه د نوم د ژوندي ساتلو لپاره يې دا ګام پورته کړ.

د خوست ښار د شپږمې ناحیې وکیل ګذر ډاکټر داود نیازي وویل، ناکامورا د افغانانو لپاره خپل ټول ژوند وقف کړی وو او د دوی دهوساینې او ابادۍ لپاره يې هلې ځلې کولې.

دده په وینا چې ضایع کېدل يې غمیزه ده او د جاپان د ولس او د ده له کورنۍ سره په غم کې ځانونه شریک بولي.

همدارنګه د پنجشنبې ورځې ماښامیو شمير خوستي ځوانان او مدني فعالان هم د تېڅو ناکامورا او د هغه د وژل شویو همکارانو سره د غمرازی په موخه راغونډ شوي ول او د هغو په یاد کې يې شمعې بلې کړې وې.

څه موده مخکې افغان ولسمشر ۷۳ کلن جاپاني ناکاموراته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG