د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پر جاپاني خدمتګار د جهاني ورځپاڼو لیکنې


نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان په ننګرهار کې د جاپان د مرستندویه موسسې د رئیس تیتسو ناکامورا وژل کېدو ته ډېر پام اړولی دی.

نړیوالو مطبوعاتو د افغانستان په ننګرهار کې د جاپان د مرستندویه موسسې د رییس تېڅو ناکامورا وژل کېدو ته ډېر پام اړولی دی.

واشنګټن پوسټ:

امریکایۍ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د ناپیژاندو وسله والو له خوا د ناکامورا د وژلو پیښه قتل بللی او لیکي، ناکامورا چې د جاپان د سوله ییزو روغتیایي خدمتونو مسول و، پرموټر یې په حمله کې څلور ساتونکي او ډریور هم ووژل شول.

ناکامورا چې ټپي شوی و، د جلال آباد روغتون ته ولیږدول شو او وروسته چې د درملنې لپاره بګرام ته لیږدول کېده، د جلال آباد په هوایي ډګرکې یې ساه ورکړه.

د واشنګټن پوست په لیکنه، تېڅو نا کامورا څولسیزې په افغانستان کې کارکړی و، د کرنې او او د اوبو لګولو په برخو کې د خدمتونو په خاطر ورته د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړل شوی و.

ډیفنس پوسټ:

ډیفنس پوست ورځپاڼې په دې اړه لیکلي چې په جلال آباد کې د چهارشنبې د ورځې دغه حمله داسې مهال کیږي چې په افغانستان کې مرستندویه کارکونکو ته په کابل کې د ملګروملتونو د یوه امریکایي کارکوکونکي تر وژل کېدو وروسته، د جدي امنیتي ګواښونو د خطرزنګ وهل شوی و.

ورځپاڼه د جاپاني رسنیو د راپورونو پر استناد لیکي چې د تېڅو ناکامورا مرستندوی فعالیتونه په ۱۹۸۴ کال په پیښورکې پیل شول او وروسته یې په ۱۹۹۱ کال یو روغتیایي کلینیک د ننګرهار په یوه کلي کې پرانست.

ډیفنس پوست ورځپاڼه وړاندې لیکي، د افغانستان په جګړه کې ډېرځلې مرستندویه ټولنې او غیردولتي موسسې د حملو لپاره په نښه شوي دي.

انیل راج چې د امریکا تبعه و او په افغانستان کې د ملګروملتونو له انکشافي پروګرام سره یې کارکاوه، د نومبرپه ۲۴ په کابل کې په یوه بمي چاودنه کې ووژل شو. وروسته مرستندویه ټولنو په دې هېواد کې خپلو کارکونکو ته د خطراندازه لوړه کړه.

ډیفنس پوست د مرستندویه ټولنو په نښه کولو لپاره د خطرونو د زیاتوالي په اړه ليکي چې د روان کال په می میاشت کې وسله والو طالبانو پر کاونټرپارټ انترنشنل چې یوه غیرانتفاعي موسسه ده او د امریکا متحده ایالتونو له خوا تمویلیږي، حمله وکړه چې نهه تنه پکې ووژل شول.

ډېلي مېل:

بریتانوۍ ډیلي مېل ورځپاڼه لیکي، هغه ډاکټر چې عمر یې د افغانستان لپاره وقف کړ، بالاخره په دې هیواد کې ووژل شو.

د ورځپاڼې په لیکنه، تېڅو ناکامورا د خپل ژوند ۳۵ کاله د افغانستان او پاکستان خلکو ته په خدمت تېر کړل.

دغه جاپاني ډاکټر ته په افغانستان کې د خپلو خدمتونو په خاطر دوه میاشتې مخکې د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړل شوی و.

ناکامورا په ۲۰۰۳ کال، په فلیپین کې د سولې او نړیوال تفاهم په برخه کې د رامون میګ سای سای جایزه چې د آسیا د نوبل جایزه بلل کیږي، ترلاسه کړه.

ډیلي مېل وړاندې لیکي، ناکامورا چې د مرګ پر مهال ۷۳ کلن و، تېرکال یې د جاپان ان اچ کې رسنۍ ته ویلي و، کله چې یې کار په افغانستان کې بشپړ کړ، بېرته خپل هېواد ته ستنیږي خو دا هیله یې پوره نه شوه او پرون چهارشنبې په وسله وال برید کې ووژل شو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG