د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان انتخاباتو کمېشن ځایناستي مشر سوګند واخېست


د پاکستان یو پخواني جسټس الطاف ابراهیم قرېشي د انتخاباتي کمېشن د ځای ناستي مشر په توګه سوګند پورته کړی دی. دا له هغه یوه ورځ وروسته ده چې پر دې چوکۍ د بل پخوانی جسټس سردار محمد رضا د کار موده پای ته ورسېده.

دان ورځپاڼه لیکي چې پخواني جسټس الطاف ابراهیم قرېشي په داسې وخت کې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مشر ځایناستي دنده سمبال کړې ده چې حکومت او اپوزېشن د یادې ادارې لپاره د مشر پر ټاکلو لا نه دي سلا شوي.

د پاکستان د اساسي قانون له ۲۱۷مې مادې سره سم، د انتخاباتي کمېشن د مشر پر چوکۍ هغه وخت ځای ناستی ټاکل کېږي چې د یادې ادارې د مشر چوکۍ یا خالي وي او یا یې هم مشر غیر حاضر وي یا له کومې بلې وجې کار نه شي کولای.

د یادې ادارې یو چارواکي ډان ورځپاڼې ته ویلي چې تر څو د انتخاباتي کمېشن مشر نه وي ټاکل شوی تر هغه وخته دا اداره د هر ډول انتخاباتو په ګډون هیڅ مهم فعالیت نه شي کولای.

د ورځپاڼې په لیکنه، ځایناستی پخوانی جسټس الطاف ابراهیم قرېشي به په قانوني توګه د دې جوګه نه وي چې د انتخاباتو په کمېشن کې د داخل کړل شویو شکایتونو اورېدو ته جرګګۍ جوړه کړي.

د دې مطلب دا دی چې ټولې مقدمې به تر هغو پاتې وي چې لومړی د انتخاباتي کمېشن مشر نه وي ټاکل شوی.

حکومت د دسمبر پر پنځمه د دې ادارې د مشرۍ لپاره درې نومونه تجویز کړل چې د ادارې اوسنی سیکرټري بابر یعقوب فتح محمد، پخواني وفاقي سیکرټریان فضل عباس میکین او عارف احمد خان شامل دي.

تر دې وړاندې په قومي اسمبلۍ کې د اپوزېشن مشر شهباز شریف د ناصر محمود کوسه، جلیل عباس جېلاني او اخلاق احمد ترار نومونه وړاندې کړي وو.

د دې تر څنګ په یاده اداره کې د بلوچستان او سیند صوبې د استازیتوب لپاره دوه غړي هم کم دي چې لپاره یې نومونه وړاندې شوي دي.

د اپوزېشن مشر شهباز شریف د دې لپاره له سینده د نثار دراني، پخواني جسټس عبدالرسول میمن او اورنګرېب حق نومونه تجویز کړي دي.

شهباز شریف د بلوچستان استازیتوب لپاره د قانون پوه شاه محمد جتويي ، پخواني سرکاري وکیل محمد روف عطا او راحیله درانۍ نومونه ورکړي دي.

وزیراعظم عمران خان بیا له سینده د پخواني جسټس صادق بټي، پخواني جسټس نورالحق قرېشي او عبدالجبار قرېشي نومونه وړاندې کړي دي.

د بلوچستان د استازیتوب لپاره د عمران خان له خوا په ورکړل شوو نومونو کې ډاکټر فیض کاکړ، نوید جان بلوڅ او پخوانی لنډمهاله وزیر اعلا امان الله بلوڅ شامل دي.

د دې چوکۍ ډکولو لپاره جوړه پارلماني کمېټۍ به د راتلونکې سېشنبې په ورځ د حکومت او اپوزېشن له خوا د وړاندې کړیو نومونو جاج اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلام اباد های کورټ د دسمبر پر پنځمه حکومت او اپوزېشن ته د دې مسلې د هواري لپاره لس ورځې وخت ورکړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG