د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار کې نور۱۸۰ داعشیان حکومت ته تسلیم شوي


په ننګرهار کې تسلیم شوي داعشیان.
په ننګرهار کې تسلیم شوي داعشیان.

د ننګرهار چارواکي وايي، د تېرې یوې اوونۍ په دوران کې افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ۱۸۰ تنه داعشیان تسلیم شوي چې ۹۴ تنه په کې جنګيالي دي او پاتې يې ښځې او ماشومان دي.

د ننګرهار چارواکو د د ډیسمبر په پینځمه نېټه د یوه مطبوعاتي کنفرانس په ترڅ کې له تسلیم شويو داعشیانو څخه ۹۴ تنه د ملي امنیت ریاست انګړ کې د رسنوالو پر وړاندې ودرول.


د ننګرهار والي شاه محمد مياخېل خبریالانو ته وویل:"د مېزان په میاشت کې چې افغان ملي امنیتي د ولس په مرسته په اچین ولسوالۍ کې عملیات پیل کړل، ښه نتیجه يې ورکړه. د دعشیانو د خراسان دوه مهم مرکزونه چې په باندر او باغدري سيمې کې وو، هغه له منځه یوړل شول، په سلګونه داعشیان په کې له منځه ولاړل خينو يې فرار وکړ او هره ورځ ډله ډله ملي امنیتي ځواکونو ته ځانونه تسلیموي.
نن هم ۱۸۰ تنه داعشیان افغان ځواکونو ته تسليم شوي چې ۹۴ تنه يې جنګيالي دي او پاتې يې ښځې او ماشومان دي، زیات يې د پاکستان سره تعلق لري، دوه تنه يې د ترکیې دي او شل تنه په کې افغانان دي."

ملک عثمان شینواري چې د اچين ولسوالۍ سره تعلق لري، په سيمه کې د د خلکو زیست او د داعشیانو چلند ته په کتو سره وویل: "کومه ناروا چې دوی په پښتنو مسلمانو کړې، حد نه لري. او هغه هم په داسې حال کې چې موږ له دوی سره سرحد لرو، له دوی سره مو ژوند لرلو، لوخي مو ورسره لرل، د دوی په دېرو کې به چې چا چيلم وڅښه او بیا به بلې دېرې ته ولاړو، هغه به چا نه شو نیولی، خو د همدوی له لاسه زموږ د پښتنو کورونه په کنډوالو بدل شوي، دوی چې په ړومبي سر کې مامند درې ته راغلل، ویل يې موږ مېلمانه يو، خلکو به ورته زکاتونه راټول، خو بیا يې داسې وکړل چې په کوم ځای کې چې نمک خوړلی و، همغه يې له خاورو سره خاورې کړل."

دې مطبوعاتي کنفرانس ته دیني عالم مولوي حبیب الله جلال ابادي وویل:" نن چې کوم کسان د افغانستان د اسلامي دولت له لیکو سره یو ځای شوي، دا زموږ په حقانیت باندې يو لوی ثبوت او دلیل دی. ځکه د افغانستان دشمنانو د اخري سلګۍ پورې کوشش کړی چې د افغانستان ثبات ته نقصان ورسوي. د افغانستان عالمان، پوهان او په خاوره مین کسان په شهادت ورسوي. خو د دښمن دا ټول کوششوه الله تعالی له ناکامۍ سره مخ کړي دي. نن چې کوم کسان د افغانستان اسلامي دولت سره یو ځای شوي زه ټولو افغانانو ته مبارکي وايم."


مولانا جلال ابادي په وسله والو طالبانو هم غږ وکړ چې خپلې وسلې پر ځمکه کېږدي او د سولې له بهیر سره يو ځای شي.

د چارواکو په وینا په تسلیم شويو داعشیانو کې يې زیات د پاکستان سره تعلق لري. د منظور امین په نوم یو تن چې د پنجاب صوبې دی، رسنيوالو ته وویل: "درې او یوولس میاشتې کېږي چې زه داعش سره یو ځای شوی یم. ما اورېدلي وو چې خراسان مې اسلامي نظام قایم شوی، شریعت راغلی دی. زه مخکې په تبلیغي جومات کې وم، زه خوشحاله شوم چې دلته اسلامي نظام راغلی، نو زه هم دلته راغلم. له کورنۍ سره راغلی وم، خو وروسته مې بیا کورنۍ واپس لاړه. اوس خوشحاله یم چې افغان حکومت ته مې ځان تسلیم کړ."

د ننګرهار چارواکي وايي چې تر دې مهاله افغان ملي امنیتي ځواکونو ته ۱۴۵۰ تنه داعشیان چې تسلیم شوي چې په دوی کې ۴۱۳ تنه جنکیالي دي او پاتې يې ښځې او ماشومان دي.


د چارواکو په خبره تسلیم شوي داعشیان جنګيالي يې د زیاتو څېړنو په موخه مرکز ته لېږدولي، ښځې او ماشومان په خوندي ځایونو کې ساتل کېږي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG