د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د وزیرستانیو کډوالو ستونزې حلوو: فدايي

د دسېمبر پر څلورمه د خوست چارواکو د ګلان په کېمپ کې د وزیرستانیو کډوالو غوښتنې له نږدې واوریدې او هغوی ته يې ډاډ ورکړ، چې دا ستونزې به مرکزي حکومت ته ورسوي.

په روان ۲۰۱۹ کال کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې او نړیوال خوراکي سازمان وزیرستانیو کډوالو سره مرستې کمې کړې اوممکن په نوي زیږدیز کال کې پر دوی ټولې مرستې بندې شي.

دا ځل سلګونه وزیرستاني ځوانان او مشران د خپلو ستونزو د اورولو لپاره د ګلان کېمپ په میداني کې راغونډ شوي ول.

د ګلان کېمپ د کډوالو په استازولی ملک جمشید په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوی تر ټولو ستره ستونزه د اسنادو ده، ځکه له اسنادو پرته، دوی نه یوې بلې سیمې ته ازدانه تګ او راتګ کولی شي او نه هغه کسان کوم کاروبار مخته وړلی شي، چې پدې وروستیو کې يې کسبونه زده کړي دي.

ده ګواښ وکړ، که دوی لپاره UNHCRخپل فعالیتونه بیرته پیل نکړي، نو تر کابله به لاریونونه وکړي.

ملک جمشید غوښتنه وکړه، چې دوی سره دې ژمنۍ مرستې وشي او په جنوري میاشت کې دې نوي کډوال ثبت او بایو میټریک شي.

اصيل مير وزیر چې د سپیرې په سرحدي سیمو کې د میشتو وزیرستانیو کډوالو په استازیتوب غږیده وویل، افغان حکومت دې دوی ته هم په غرونو کې د زڼغوزیو، چارمغزو او نورو نیالګیو د کینولو ونډه ورکړي، تر څو ‍دوی ته په کې کارموندنه وشي.

د خوست له چارواکو سره په ورغلي پلاوي کې یو شمېر قومي مخور همملګري ول.
قومي مشر حاجي عبدالرحمن ځدراڼ وزیرستانیو کډوالو ته په خبرو کې وویل، د خوست قومونه حاضر دي، چې وزیرستانیو کډوالو ته په خپلو کلیو او کورونو کې ځای درکړي.

ده وویل، د خوست خلک تاسو خپل بولي او تاسو هم باید دلته د پردیتوب احساس ونکړئ.
خوست والي محمدحلیم فدایي په خپلو خبرو کې وزیرستانیو کډوالو ته په خبرو کې وویل، چې دی به کډوالو لپاره د امکاناتو د برابریدو په خاطر کابل ته سفر وکړي.

ده په ځانګړي ډول د کډوالو، سرحدونو او قبایلو اوکلیو پراختیا وزارتونه یاد کړل، چې نوموړی به ورته د کډوالو په اړه مشخص وړاندیزونه ورکړي او هڅه به وکړي، چې لاس په لاس ورڅخه مرستې راجلب کړي.

فدايي زیاته کړه:"موږ د ګلان پنډغالي ته راغلو، تر څو موږ د دې افغانانو ستونزې له نږدې واورو، وګورو او د هغې پر بنسټ موږ وکولی شو، د هغوی ستونزې د مرکزي ادارو سره شریکې کړو، په کمه موده کې يې ستونزو ته رسیده ګي وکړو، ځکه د ژمي ساړه په ډیریدو دی او موږ ورته د حل لارې پیدا کړو."

د خوست د چارواکو په وینا، چې دوی سره د وزیرستانیو کډوالو خواوشا ۷ زره بایومیټریک شوي کورنۍ ثبت او راجسټر دي، خو لدې سربیره د دوی تر ۲ زره ډیرې داسې کورنۍ دي، چې بایومیټریک نه دي او مرستې هم ورسره نه دي شوي.

وزیرستاني کډوال وايي، چې د ژمي په رارسیدو سره يې ستونزې ډېرې شوي دي.

نور وښیئ

انځور سایز

نجیب الله الوخېل

نجیب الله الوخېل په خوست کې د مشال راډیو خبریال دی او د خوست، پکتیا، پکتیکا او لوګر په اړه رپورټونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG