د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: د لس کلنې ماشومې سنګسارونکي ګرفتار


د سيند صوبې د دادو سیمې پولیس وايي، د تېرې جمعې په ورځ يې څلور کسان د یوې لس کلنې ماشومې د سنګسارولو په تور نیولي دي چې پکې د ماشومې پلار او هغې ته د جنازې لمونځ ورکونکی ملا هم شامل دی.

د پولیسو په وینا دوی د وژل شوې ماشومې قبر پرانیزي او له هغې وروستو به پلټنې کوي.

بل پلو د دې سیمې د قامي اسمبلۍ غړي عرفان علي لغاري وايي، دا رنګ پېښې په سیند کې ډیرې زیاتې شوي دي چې د مخنیوي لپاره به يې ګامونه پورته کوي.

د دسمبر پر لومړۍ نېټه د شپې ناوخته له مشال راډیو سره په خبرو کې د سیند د دادو ضلعې واهي پانډي سیمې د تهاڼې ایس ایچ او امیرعلي ګروهي وویل دوی ته د نومبر پر دېرشمه خبرتیا ترلاسه شوه چې د کیرتهر په غریزه سیمه کې یوه لس کلنه ګل سما نومې ماشومه د نومبر پر یوشتمه سنګسار شوې ده.

د نوموړي په خبره له دې وروستو دوی هغه ملا ممتاز لغاري چې د دې ماشومې جنازه يې کړې وه ګرفتار کړو او بیا يې د هغه په مرسته د ماشومې پلار علي بخش رند او مور او یو بل تن ونیول چې دا وخت ترې پوښتنې ګروږنې کېږي.

د پولیس افسر امیرعلي ګروهي په وینا دوی د اسټنټ سب انسپېکټر غلام قادر ګوپانګ په مدعیت کې د پاکستان پېنل کوډ د دفعه درې سوه دوه ، دوه سوه یو او بي یو سل شل ترلاندې ایف اي ار درج کړې او د قبر پرانستو لپاره يې د سیمې مجسټرېټ ته درخواست ورکړې چې د اجازت روستو به د ماشومې قبر پرانیزي او بیا به نورې پلټنې کوي او د دې د وژنې لامل به مالوموي.

''اوس به دوی قبر پرانیزي او له هغې روستو به تفتیش سر ته رسي او د قبرپرانیستو روستو چې ډاکټرانو کوم مېډیکل رپورټ راکړو د هغې په بنیاد به نورې پلټنې کوو الن ساعت د ماشومې پلار وايي چې په دې یو کاڼې راپریوتې او د هغې په وجه وژل شوې نو دوی د سنګسارولو خبره نه کوي.''

بل پلو د دې سیمې نه د پاکستان پیپلزپارټۍ د قامي اسمبلۍ غړي عرفان لغاري مشال راډيو ته وویل د دوی په سیمه کې دا ډیره دردناکه پېښه شوې او دې به د خپل ګوند د مشرانو سره خبره کوي چې دا د رنګ پېښو د مخنیوي لپاره کوټلې ګامونه پورته کړي.

''دا بیا بیا کېږي د لسو کلونو او اتو کلونو ماشومانو نجونو سره داسې کېږي او دا ډېر ظلم دی او موږ به د دې پرضد اقدامات کوو. په اصل کې تعلیم نشته دی او د تعلیم ضرورت دی او د سیند دننه په یو نیم ځای کې ډېر جهالت دی نو ټول سیند په دې احتجاج کوي چې دا ډېر ظلم دی او له دې سره ډېر زیاتی شوی دی.''

د پولیسو په وینا د درج کړل شوي ایف ای ار مطابق د ماشومې پلار او خپلوانو او څلور نورو کسانو د ماشومې د وژنې سازش کړی او دا ماشومه يې په کاڼو وژلې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG