د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوسه: قاضیانې دې خپل ښځینه شناخت نه بدلوي


کوسه وايي، ښځينه ججانې بايد په عدالت دننه هوډمنې و اوسي او څوک پرېنږدي چې ورباندې رعب واچوي.

پراګ ـ د پاکستان چیف جسټس[ قاضی القضات] د هېواد ښځينه ججانو ته ويلي چې د اورېدنو پر مهال دې د نارینه قاضیانو په شان برخورد نه کوي.

اصف سعيد کوسه د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه په لاهور کې د ښځينه ججانو دوه ورځني کانفرانس ته د وينا پر مهال وويل، د پاکستان ټولنه نرواکه ده نو ځکه ښځينه ججانې د اورېدنو پر مهال سخت برخورد کولو ته مجبورې وي.

نوموړي زياته کړه چې د اورېدنو پر مهال ښځينه ججانې ځکه نه خاندې چې هسې نه څوک ترې بله مانه واخلي خو د هغه په خبره نارینه قاضیان دا ستونزه نلري او هغوی له وکيلانو سره ټوقې کوي چې د اورېدنې پر مهال عدالتي ماحول خوندور وساتي.

چيف جسټس وويل، د دې برعکس ښځېنه ججانې مجبوره وي چې خپل شخصيت بدل کړي او غواړي ځانونه پولادي ښځې وښيې چې څوک ورسره لانجه ونکړي.

نوموړي په غونډه کې ناستو ښځینه ججانو ته مشوره ورکړه چې د اورېدنو پرمهال ځانونه ارام محسوس کړئ.

هغه زياته کړه،

"تاسو زړه سواندې ياست، تاسو مهربانه ياست، تاسو لحاظ ساتونکې ياست. چې کله مقدمه چلونکې تاسو وويني نو دوی به ځانونه په مهربانه لاسونو کې خوندي احساس کړي."

د چيف جسټس د هغو خبرو په غبرګون کې په کوهاټ کې وکيله او د صوبايي اسمبلۍ پخوانۍ غړې مسرت شفيع مشال راډیو ته وويل چې اصف سعيد کهوسه به دا خبره خامخا په يوه پس منظر کې کړې وې خو د هغې په وينا په عدالت کې بايد د ښځو او سړيو ججانو رويه نه ډېره سخته او نه ډېره نرمه وي.

چيف جسټس غونډې ته دا هم وويل چې کله د عدالت په کمره کې چاپېريال ارامه وي نو مقدمه چلونکي هم ځانونه ارامه احساسوي او وکيل هم ښه دليلونه ورکولای شي خو د هغه په خبره هغه داسې ښځينه ججانې ليدلې چې مفدمه چلونکيو ته برګ برګ ګوري نو تاسو ته مشوره درکوم چې ښه ارام و اوسئ نو خلک به ستاسو درناوی کوي.

اصف سعيد کوسه دا هم وويل، داسې هم ليدل شوي چې خلکو د ښځو له عدالتونو څخه د مقدمې منتقلولو لپاره درخواستونه ورکړي دي.

د نوموړي په وینا، ښځينه ججانې بايد په عدالت دننه هوډمنې و اوسي او څوک پرېنږدي چې ورباندې رعب واچوي.

چيف جسټس زياته کړه چې د پاکستان په عدالتونو کې ښځینه ججانو شمېر په زياتېدو دی او هغه غواړي په سپريم کورټ کې هم يوه يا دوه ښځينه ججانې وګمارل شي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG