د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو بیا پیل هرکلی کوو: قرېشي


د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي

پراګ - پاکستان وايي د امريکايي ولسمشر د دې اقدام هرکلی کوي چې له طالبانو سره د خبرو بيا پېلولو له لارې په افغانستان کې جګړه ختمه شي.

د پاکستان د بهرنېو چارو وزير شاه محمود قرېشي د نومبر پر ۲۹مه پر ټوېټر ليکلي چې له دې مثبت ګام سره به د افغانستان او سيمې په ثبات او امن کې مرسته ترلاسه شي.

شاه محمود قريشي زياته کړې چې هېواد به يې د ټولو برخه والو په مشاورت د سولې په پروسه کې خپل رول جاري ساتي.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر په ۲۸ ناوخته امریکايي ولسمشر ډونالد ټرمپ افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.

ټرمپ د نومبر پر ۲۸مه له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د بګرام په هوايي اډه کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پرمهال له طالبانو سره د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ ویلي، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېوالتیا لري. ټرمپ وروسته امریکايي سرتېرو ته هم په دې اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: "ګورو چې دوی غواړي یوې موافقې ته ورسېږو. دا به یوه رښتینې موافقه وي ځکه چې دوی دا موافقه غواړي. خو چې هره موافقه وشي علت به یې دا وي چې تاسو خپله دنده ښه ترسره کړې. زه غواړم له تاسو او له افغان سرتېرو مننه وکړم، ځکه تاسو راته ویل چې دوی ډېره ښه جګړه کوي."

په سپټمبر میاشت کې یو امریکايی سرتېری او یوولس نور کسان د کابل په مکروریان کې د طالبانو په موټر بم برید کې ووژل شول او په غبرګون کې یې ښاغلي ټرمپ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د نهو پړاوونو خبرې وځنډولې.

ټرمپ همداراز تایید کړه چې دی به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر چې د دولسو او دیارلس زرو ترمنځ دی ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

بلخوا رويټرز خبري اژانس د نومبر پر ۲۹مه خبر ورکړ چې په افغانستان کې طالبانو ويلي دي چې له امريکا سره د سولې خبرې بيا پیلولو ته تيار دي.

د طالبانو ځينو مشرانو رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې له تيرې اونۍ راهيسې د قطر په پلازمينه دوحه کې یې له لوړ پورو امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه شوي دي او په نزدې راتلونکې کې په رسمي توګه د امن خبرې اترې پيليدای شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۹م کال په سپټمبر کې په کابل کې د طالبانو تر یو برید وروسته له دې ډلې سره خبرې ختم کړې وې.

XS
SM
MD
LG