د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا او طالبانو په مذاکراتو کې به نوي څه وي؟


د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې
د امریکا او طالبانو د خبرو پخوانۍ خبرې اترې

پراګ - د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نومبر پر ۲۸مه افغانستان ته د لومړي او نااعلان شوي سفر پر مهال ویلي چې له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې اترې بیا پیل شوې دي.

د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي برخې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خولې ویلي ، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېواله دي.

رویټرز خبري اژانس د نوموړي تر څرګندونو یوه ورځ وروسته خبر ورکړ چې طالبانو هم ویلي چې دوي له امریکا سره د سولې خبرو بیا پیل ته تیار دي.

پوښتنه دا ده چې د امریکايي ولسمشر له خوا د طالبانو د تشدد نه درېدو پر سر ختم کړل شوې وې خبرې اترې که اوس بیا پېلېږي نو نوي به پکې څه وي؟

د افغانستان پر حالاتو نظر لرونکی خبریال او شنونکی داود اعظمي وايي ، دی فکر کوي چې دا ځل به خبرې اترې له پخوانیو هغو سره دوه توپیره ولري.

"لومړی خو به د خبرو اترو له پیل سره سم د تشدد کچه داسې ټیټېږي چې خلک به یې محسوسولای شي چې جنګ کم شوی دی او امریکا به هم په دغه پېمانه خپلې بمبارۍ کموي ، او بل امریکا او طالبانو هغه مسایل تر ډېره حل کړي دي چې اندېښنې یې پرې درلودې نو اوس چې دوي سره کښېني نو یوازې به پر هغو مسایلو کار کوي چې څرګند نه دي او دا به د دوي وخت بچت کړي او دوي به ډېر ژر یو نتیجې ته ورسېږي"

داود اعظمي زیاته کړه چې دې ته عمومي اوربند ویل به په دې تر وخت له مخه خبره وي چې طالبانو لا نده روښانه کړې چې دوي ورته تیار دي او که نه.

د مریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پر پروسه نظر لرونکی خبریال سمیع یوسفزی وايي ، د خبرو اترو درېدو نه یوازې طالبان پرېشانه کړي وو بلکې په طالبانو کې هم داسې ډېر مشران شته چې اوربند تر ډېره حده ضروري بولي.

"که چېري خبرې اترې بیا پیلېږي نو امکان شته چې طالبان د اوربند اعلان وکړي ، هم داسې د افغان حکومت په اړه د طالبانو په سخت دریځ کې بدلون ممکن دی او امریکا شاید پر هغو شرایطو سختي وکړي کوم چې په تېرو مذاکراتو کې منل شوي وو"

په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو اترو په پروسه د پاکستان رول هم مهم ګڼل کېږي.

د سیمه ییزو چارو پوه رحیم الله یوسفزی وايي ، پاکستان که یو پلو په افغانستان کې د سولې لپاره پر طالبانو خپل نفوذ استعمال کړی دی او هلته امن غواړي نو بل پلو ځینې اندېښنې هم لري.

"د پاکستان چې کومې اندېښنې او خواهشات دي هغه دا دي چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان ضد نه استعمالېږي او دوي ته ډېر زیاته اندېښنه پر دې خبره ده چې هند په افغانستان کې ډېر نفوذ لري ، نو دوي به دا غواړي چې امریکا ، افغان حکومت او طالبان ټول دې د پاکستان اندېښنو ته هم پام وکړي"

د طالبانو ځينو مشرانو رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې له تيرې اونۍ راهيسې د قطر په پلازمينه دوحه کې یې له لوړ پورو امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه شوي دي او په نزدې راتلونکې کې په رسمي توګه د امن خبرې اترې پيليدای شي.

XS
SM
MD
LG