د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د پوځ د مشر دندې غځولو لپاره قانون جوړوي


وزیراعظم عمران خان او د پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا

پراګ - په پاکستان کې د تحریک انصاف په مشرۍ وفاقي حکومت د دې لپاره قانوني مسوده تیاروي چې د پوځ د مشر دندې وخت ټاکلو او غځولو ته قانوني چوکاټ جوړ کړي.

حکومت وايي ، دوي هڅه کوي چې د ملک د ادارو ترمنځ د ټکر د مخنیوي په موخه د تل لپاره دا مسله هواره کړي.

د یاد ګوند د اسمبلۍ غړي محمد اقبال اپرېدي د نومبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل چې د هم دې لپاره د پارلمان غونډه د دسمبر له دویمې څخه ۲۲مې ته ځنډول شوې ده.

"دا هر څه ته به قانوني چوکاټ جوړوو ، چې کومې پېچلتیاوې دي او یا د ادارو ترمنځ د ټکر چې کومې لارې دي چې هغه ټولې بندې شي ، د هم دې لپاره دا غونډه ۲۲ ورځې ځنډول شوې ده ، په قومي اسمبلۍ کې به یو داسې بل وړاندې کوو چې ټولو ته د منلو وړ وي"

د پاکستان سپریم کورټ د نومبر پر ۲۸مه حکومت ته د دې لپاره شپږ میاشتې وخت ورکړ چې د پوځ د مشرۍ موده او د هغې د غځولو د مسلې هواري ته دې قانون سازي وکړي.

دا مسله له هغه راپورته شوه چې سپریم کورټ د وزیراعظم عمران خان له خوا د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوا د دندې غځولو پرېکړه معطله کړه.

د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او قانون پوه محسن داوړ وايي ، دا مسله د پارلمان وه او باید په پارلمان کې هواره شوې وه او عدالت ته تګ ضرورت پکې نه وو.

د ده په وینا ، که څه هم دا مسله د ملک تر ټولو لوی عدالت ته وړلاړهخو بیا هم په دې اړه پوښتنې موجودې دي.

"چې د پوځ د مشر دنده تر درو کالو غځول غیر قانوني وو نو د شپږو میاشتو لپاره څنګه قانوني شو ، کوم څه چې سم نه وي هغه د یوې ورځې لپاره هم سم نه وي نو د شپږو میاشتو لپاره څنګه سم شو ، د پاکستان په ادارو کې دا روایت موجود وو چې له طاقتورو کسانو سره به خاص چلند کېږي ، نو اوس هم هغه خبره تکرار شوه او زه نه پوهېږم چې دا پرېکړه یې په کوم دلیل کړې ده"

د پارلماني چارو پوه سنېټر تاج حېدر وايي ، ده ته نه ښکاري چې پارلمان دې د یو شخص لپاره قانون سازي وکړي.

"قانون کله هم د اشخاصو په اړه نه وي ، نه د یو کس لپاره قانون سازي کېږي بلکې د ادارو لپاره کېږي نو زه فکر نه کوم چې د پارلمان معزز غړي دي د یو شخص لپاره قانون سازي وکړي ، لومړی خو د دوي شمېر دومرې نه دی او بل دا چې د دوي په خپلو غړو کې ښايي داسې ډېر کسان وي چې پر ځان دا ټاپه لګول ونه غواړي چې ګواکې د یو کس لپاره یې قانون سازي کړې وه ځکه چې هر کس خو به بیا هم ولس ته مخامخ کېږي."

ټاکل شوې وه چې د پاکستاني پوځ مشر جنرال قمر جاوید باجوا پرون یانې د ۲۰۱۹م کال د نومبر پر ۲۹مه ریټایر شوی وای خو عمران خان یې دنده تر درو کلونو غځولې وه کومه چې سپریم کورټ د قانون سازۍ په شرط تر شپږو میاشتو راټیټه کړه.

XS
SM
MD
LG