رويټرز خبري اژانس ليکې چې په افغانستان کې طالبانو ويلي دي چې له امريکا سره د سولې خبري بيا پیلولو ته تيار دی.
طالبانو دا خبره تر هغه وروسته کړې چې د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ افغانستان ته په خپل ناڅاپي سفر کې باور ښودلی وو چې طالبان به په اور بند سلا شي.
روټيرز اژانس ليکې چې ولسمشر ټرمپ د شکرانې ورځې په مناسبت په افغانستان کې ميشت امريکايي ځواکونو سره وليدل.
دا د ټرمپ افغانستان ته لومړی سفر و. رويټرز اژانس لیکې چې ولسمشر افغانستان ته په رسيدو خبريالانو ته وويل، طالبان موافقه غواړي او له دوي سره به خبري کوي. خو ټرمپ په خبرو کې باور څرګند کړو چې له خبرو مخکې به اوربند وشي.
بلخوا د طالبانو ځينو مشرانو رويټرز اژانس ته ویلي دي چې له تيرې اونۍ راهيسي د قطر پلازميني دوحا کې له لوړ پورو امريکايي چارواکو سره ملاقاتونه شوي دي او په نزدې راتلونکې کې په رسمي توګه د امن خبري اتري پيليدي شي.
د طالبانو وياند ذبيع الله مجاهد خبري اژانس ته وويل چې د سولې خبري بيا شروع کولو ته تيار دي او دا به له هغه ځايه پیلوي چېرته چې درېدلي ول.
د امريکا ولسمشر ډونلد ټرمپ په سېپټمبر مياشت کې له طالبانو سره د سولې خبري لغوا کړي وي. په سېپټمبر مياشت کې د موافقې مسوده کې ويل شوي وو چې له افغانستانه د زرګونو ځواکونو وتلو په بدل کې به وسلواله ډله د هېواد خاوره د امريکا او د دوي ایتلافې هېوادونو پرضد کارولو ته نه پرېږدي.
د فېسبوک تبصرې