د لاسرسي ځای

تازه خبر

له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوې دي: ټرمپ


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ بېګا شپه افغانستان ته د ناڅاپي سفر پرمهال وویل چې له طالبانو سره خبرې بیا پیل شوي دي.

د امریکا ولسمشر تېر سپټمبر په کابل کې د طالبانو له یوې حملې وروسته له دې ډلې سره خبرې ځنډولې وې.

ټرمپ د نومبر پر ۲۸مه له ولسمشر اشرف غني سره وکتل او د بګرام په هوايي اډه کې امریکايي پوځیانو ته د وینا پرمهال له طالبانو سره د سولې د روان بهیر په اړه خبرې وکړې.

د سپینې ماڼۍ د رسنیو د برخې د راپور له مخې ښاغلي ټرمپ ویلي، دی باور لري چې طالبان اوربند ته لېوالتیا لري. ټرمپ وروسته امریکايي سرتېرو ته هم په دې اړه خبرې وکړې.

هغه وویل: "ګورو چې دوی غواړي یوې موافقې ته ورسېږو. دا به یوه رښتینې موافقه وي ځکه چې دوی دا موافقه غواړي. خو چې هره موافقه وشي علت به یې دا وي چې تاسو خپله دنده ښه ترسره کړې. زه غواړم له تاسو او له افغان سرتېرو مننه وکړم، ځکه تاسو راته ویل چې دوی ډېره ښه جګړه کوي."

افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ سفر څه پيغام لري؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:17 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د امریکا ولسمشر وویل، امریکايي چارواکي چې له طالبانو سره ګوري نو د اوربند غوښتنه کوي او زیاته یې چې طالبانو مخکې اوربند نه مانه خو اوس یې غواړي.

ټرمپ تقریبا دوه میاشتې وروسته له هغه افغانستان ته ځي چې له طالبانو سره د سولې خبرې یې په کابل کې له یوه خونړي برید وروسته وځنډولې.

په سپټمبر میاشت کې یو امریکايی سرتېری او یوولس نور کسان د کابل په مکروریان کې د طالبانو په موټر بم برید کې ووژل شول او په غبرګون کې یې ښاغلي ټرمپ د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ د نهو پړاوونو خبرې وځنډولې.

ټرمپ همداراز تایید کړه چې دی به په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر چې د دولسو او دیارلس زرو ترمنځ دی ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

د راپورونو له مخې ټرمپ پرون شپه په پټه له فلوریډا څخه په خپله الوتکه کې افغانستان ته ولاړ. هغه په بګرام کې له امریکايي سرتېرو سره چې د شکرانې د جشن په مناسبت یې فیل مرغان او کچالو پاخه کړي وو، وخت تېر کړ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG