د لاسرسي ځای

تازه خبر

مولانا فضل الرحمان د حکومت پر ړنګولو ولې دومره باوري دی؟


مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته د وینا پرمهال. ۱۲م نومبر
مولانا فضل الرحمن د ازادۍ مارچ ګډونوالو ته د وینا پرمهال. ۱۲م نومبر

پراګ - د جمعیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د نومبر پر ۲۶مه په اسلام اباد کې تر ګڼ ګوندیزې غونډې وروسته خبري ناستې ته وویل، دوی پر دې خبره ولاړ دي چې حکومت به استعغی ورکوي.

مولانا فضل الرحمان زیاته کړه چې د پاکستان سیاسي او اقتصادي ګډوډۍ حال دا دی چې په ملک کې له سره نوي او شفاف انتخابات وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د اپوزېشن لوی ګوندونه له مولانا فضل الرحمان سره د مشرتابه د غونډو تر حده ملګري دي خو تر اوسه یې ورسره د خپل ولسي قوت مظاهره نه ده کړې.

اوس پوښتنه دا ده چې که چېري د مسلم لیک نون او پپلز ګوند په څېر د اپوزېشن لوی ګوندونه نه وي ورسره ملګري نو بیا به د حکومت پرضد د مولانا فضل الرحمان احتجاج تر کومه حده اغېزناک ثابت شي؟

افراسیاب خټک وویل چې د پاکستان په سیاسي منظرنامه کې راتلونکې دوې درې ورځې ډېرې مهمې دي.


د سیاسي چارو پوه او پخوانی سنېټر افرسیاب خټک وايي، په پاکستان کې بدلونونه یوازې د هغه څه په بدل کې نه راځي کوم چې د ولس په مخ کې روان وي.

"په پاکستان کې دا د اقتدار لوبه همېشه دا چې څه ښکاري تر هغه محدوده نه وي بلکې له اقتدار سره تړلې د پردې تر شا هم ډېرې خبرې روانې وي چې هغه ښکاري نه خو په ارزښت یې کم نه وي او مولانا فضل الرحمان چې په اسلام اباد کې کوم پرلت وهلی وو هغه داسې ساده خبره نه وه."

افراسیاب خټک وویل چې د پاکستان په سیاسي منظرنامه کې راتلونکې دوې درې ورځې ډېرې مهمې دي.

د سیاسي چارو بل شنونکی ډاکټر عبدالشکور وايي، مولانا فضل الرحمان د حکومت ړنګولو لپاره ځکه داسې پر اعتماده دی چې د ملک مهم سیاسي مشران ورسره همغږي دي.

"پیپلز ګوند او مسلم لیګ نواز که څه هم په پرلت کې له مولانا فضل الرحمان سره په پوره توګه ګډون نه وو کړی خو مطلب یې دا نه دی چې دوی نه دي ورسره ولاړ، چې کله هم خبري غونډه وي نو دوی ورسره څنګ پر څنګ ناست وي، نو زما په خیال مولانا فضل الرحمان نه هسې اسلام اباد ته تللی وو او نه هسې راغلی دی."

ډاکټر عبدالشکور زیاته کړه، مولانا فضل الرحمان هڅه کوي چې د اپوزېشن ګوندونو په سلا مشوره مخته ولاړ شي.

د پاکستان پر سیاست نظر لرونکی ډاکټر فدا بازی وايي، داسې ښکاري چې مولانا فضل الرحمان یوازې اسټبلشمنټ ته خپل ولسي قوت ښودل غواړي.

"د حکومت ړنګول اسان کار نه دی او د پاکستان په تاریخ کې داسې شوي دي چې تر هغه وخته د حکومت ړنګول ډېر ګران دي تر څو چې ځینې ادارې درسره نه وي ملګرې نو زما په خیال له مولانا صاحب سره دا وخت ادارې نه دي ملګرې او دی یوازې اسټبلشمنټ ته خپل ولسي قوت ښودل غواړي."

د ډاکټر فدا بازي په وینا، مولانا فضل الرحمان دا ګڼي چې د ۲۰۱۸م کال په عامو انتخاباتو کې په ځانګړې توګه د ده له ګوند سره ډېر زیاتی شوی وو.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG