د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خېبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځینه غړیو رول


د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ
د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ

د خېبر پښتونخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو ښځینه غړې وايي د ښځو د حقونو او تحفظ لپاره د جامع قوانینو جوړولو هڅه کوي او غواړي چې پر ښځو د تشدد مخنیوي لپاره سخت قوانین جوړ کړي.

په اسمبلۍ کې د عوامي نیشنل ګوند غړې شګفته ملک وايي په ښځو اکثره په کورونو کې تشدد کېږي چې مخنیوی یې ډېر ګران کار دی خو دوی ناامیده نه دي:

''موږ په ښځو د تشدد ضد قانون کې بدلون غواړو ځکه چې پکې دې کې ویل شوي، که متاثره ښځه په عدالت کې په ځان شوی تشدد ثابت نه کړي نو ۵۰۰۰۰ روپۍ جرمانه به ورکوي. نو موږ وایو چې دا مناسب نه ده. اوس د بدلون لپاره کمیټۍ ته استول شوی دی.''

شګفته ملک زیاتوي چې د واده په نوم پښتنې نجونه ودول کېږي او د صوبې او ملک نورو برخو استول کېږي، د دې د مخنیوي لپاره یو ځانګړې قانون اسمبلۍ ته وړاندې کول غواړي.

دا راز د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پیپلز ګوند غړې نګهت اورکزۍ په ښځو د کورني تشدد د مخنیوي تر څنګ په ماشومانو جینکو د جنسي تېري او وژنو خلاف قانون په جوړولو کار کوي:

''په ښځو د تشدد د مخنیوي لپاره په قانون جوړولو کې ما فعاله برخه اچولې ده او اوس د بدلون لپاره مې هم تجاویز ورکړي. خو زما ډېره زیاته توجو دې مسلې ته ده چې په کورمه او بیا په هزاره ډیويژن کې په ماشومانو جینکو جنسي تیری شوی او وژل شوي دي. زه د دې خلاف یو قانون جوړول غواړم او په دې مې کار شروع کړی دی.''

بلخوا په صوبايي اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف غړې زینت بي بي وايي حکومت داسې قوانین جوړول غواړي چې په کم عمر کې د جینکو د ودونو او په ښځو د تیزاب پاشولو پشمول د کورني تشدد مخنیوی یقیني کړي:

''په ښځو د تشدد خبره چې کېږي نو په هغې کې د حکومت او اپوزیشن ګوندونو ښځینه غړې په یوه خوله وي. موږټول غواړو چې د دې ناوړه عمل مخه ونیول شي او په دې لړ کې قانون به هم د یو څو مهمو ترامیمو وروسته منظور کړل شي. د دې تر څنګ په کورونو کې چې کومې ښځې په مزدورۍ کار کوي، زه د هغوي د معاوضې زیاتولو او تحفظ لپاره په یو قانون هم کار کوم او تمه ده چې زر به اسمبلۍ ته راوړل شي.''

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو په اړه حکومتي کمېشن وايي په دې صوبه کې د ښځو پر ضد تشدد کې زیاتوالی راغلی دی. د یاد کمېشن په وینا دا ډول پيښې اکثره نه رپورټ کېږي خو بیا هم په ۲۰۱۸م کال کې له دوی سره څه باندې ۳۰۰ پېښې رپورټ شوي دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله اوونيزه خپرونه روښانه مستقبل هم وړاندې کوي.  

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG