د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د قانون پر پلیکېدو ټینګار کوي او وايي، هېڅوک د قانون حاکمیت ته ګواښ نه شي پېښولای.
نوموړی وايي، افغانستان د معاملو ځای نه، بلکې د پرېکړو وطن او دا ملت تاوتریخوالي ته نه تسلمېږي.
ولسمشر چې نن یې د نظامي ښځینهوو د سولې او امنیت په لومړني کنفرانس کې خبرې کولې وویل، د افغانستان دښمنان دې دا فکر له سره وباسي چې افغان ولس به ننواتې ته مجبور کړي. او طالبان دې په أتم کې ولري چې له یوه قوی دولت او پیاوړي ولس سره مخامخ دی.
ولسمشر غني زیاتوي، سوله د ټولو افغانانو غوښتنه ده او له همدې کبله په یوه قوم او سمت پورې تړلې نه ده. نوموړي د قانون پر تطبیق په ټینګار سره وویل: "هېڅوک د قانون حاکمیت نه شي ګواښلی، موږ د قانون تابع یو او د قانون پر بنسټ خپلې دندې مخ ته وړو او باید هغوی په دې ځان پوه کړي، چې په ګواښ سره معامله نه شي کولای، او د هېواد د معاملو نه بلکې د پرېکړو وطن دی."
افغان ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم ویلي، که چېرې په شمالي ولایتونو کې د ټاکنیزو مسایلو اړوند د دوی خلک اعتراض وکړي او پر وړاندې یې زور وکارول شي، دی به یې ځواب په مرمۍ ورکړي.
ولسمشر محمد اشرف غني داسې مهال د قانون پر حاکمیت ټینګار کوي چې یو شمېر حقوق پوهان وايي، د ملي یووالي حکومت پر مهال تر ډېره د قانون د نقضېدو پېښې لیدل شوي دي.
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزهيي: "د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې غړی وحید فرزه يي وايي: "د ملي وحدت حکومت په راتګ سره په هېواد کې د قانون د نقض موارد زیات شوي او دغه شان دوام لري، که چېرې حکومتونه قانون ته تن کېنږدي، نو له خلکو به څه تمه وي."
حقوق پوهان په دې باور دي چې له قانون سرغړونه، زرواکۍ، ناامنۍ، بدمرغۍ او ورسته پاتی والي ته زمینه برابروي.
د فېسبوک تبصرې