د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست کې د زڼغوځیو او چارمغزو سلګونه زره نیالګي لګول کېږي


په خوست کې د زڼغوڅیو او چارمغزو نیالګي کېنول کېږي

د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو په غرونو کې د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د روزلو په خاطر د ۳۶۰ قوریو جوړولو کار پیل شو.

پدې قوریو کې چې باندې ۲۱ لکه نیالګي روزل کېږي، د افغانستان د کرنې وزارت له بودیجې څخه به ورباندې ۶۵ میلیونه افغانۍ لګښت وشي.

د خوست چارواکي وايي، د دې پروژې په پلي کیدو سره به د خوست ۲۷۰۰ هکټاره غرنیزه ځمکه په ځنګلونو وپوښل شي.

د خوست په پنځو ولسوالیو ځاځي میدان، شمل دوه منده، سپيره، تڼیو او موسی خېلو کې د کرنې او مالداری ریاست لخوا د زڼغوځیو او چارمغزو د نیالګیو د پاللو لپاره د ۳۶۰ قوریو د جوړولو د پروژې د پیل مراسم د شمل دوه منده ولسوالۍ د حاجي عبدالرحمن ځدراڼ په کلې کې نیول شوي ول.

په دې اړه جوړې شوې ناستې ته د خوست د کرنې رییس حفیظ الله شاه نوري وویل، چې د دوه کلونو په موده کې به پدې قوریو کې د زڼغوځیو او چارمغزو دوه میلیونه او ۱۶۰ زره نیالګي کېنولو ته تیار شي.

ده زیاته کړه، په هره قوریه کې ۶ زره نیالګي تولیدیږي او پدې سره به ۲۷۰۰ هکټاره غرنۍ ځمکه په ځنګلونو وپوښل شي.

د خوست د کرنې رییس د یادې پروژې موخه د ځنګلونو د وهلو مخینوی او بیا احیاء کول وښودل.

د خوست چارواکي وايي، د هر نیالګي د پالنې او ساتنې پر سر به هر بزګر ته دېرش-دېرش افغانۍ مزد هم ورکړل شي.

خوست والي محمدحلیم فدايي بیاپه خپلو خبرو کې د دې ولایت له قومونو او مخورو غوښتنه وکړه، چې د ځنګلونو د وهلو په مخنیوياو د ځنګلونو په ساتنه کې دې له دولت سره همکاري وکړي.

د ځدراڼو یو تن قومي مشر حاجي عبدالرحمن د وهل شویو ځنګلونو پر ځای د زڼغوځیو او مټکو یا چارمغزو د ونو کېنول یو ښه ګام وباله او ويې ویل، دا ونې د خوست او لويې پکتیا په غرنیو سیمو کې ښه نتیجه ورکوي.

نوموړی زیاتوي، ده په خپله یوه قوریه جوړه کړې چې اتیا زره د زڼغوځیو نیالګي په کې شوي او دا يې د ښې نتیجې یو ثبوت دی.

د اقتصادي چارو کارپوه نواب امیرزي په وروستیو کلونو کې د افغانستان ځینو اقتصادي پرمختګونو ته په اشارې وویل، څلور کاله مخکې د یو کیلو جلغوزیو بیه درې سوه افغانۍ وه، خو ننپه مارکيټ کې د یو کیلو بیه درې زره افغانۍ ده.

ده زیاته کړه، نړیوالو بازارونو ته د افغاني تولیداتو په ځانګړي ډول د وچو میو صادرات د افغاني بزګرانو پر اقتصاد مثبت اغېز کړی دی.

که څه هم د خوست ځینو قومونو د ځنګلونو او ونو په وهلو بندیز لګولی او پدې کار يې قومي ناغې لګولي، خو بیا هم هره ورځ په غرنیو سیمو کې د خرڅانه او سونګ لپاره سلګونه ونې وهل کیږي او د چارواکو په وینا چې پدې سره هر کال د خوست درې سلنه ځنګلونه له منځه ځي.

ددې برنامې له پیل یوه ورځ مخکې د شمل دوه منده په ولسوالۍ کې د امنیتي منسوبینو لخوا د وهل شویو ځنګلونو دوه سوه موټره نیول شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

مو سیقي د فن لپاره نه د ژوند لپاره کوم: شوکت عزيز
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:37 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG