د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت دې د مشرف په باب فیصله وځنډوي: حکومت


 پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف
پخوانی پوځي صدر پروېز مشرف

د پاکستان وفاقي حکومت خصوصي عدالت ته درخواست ورکړی چې د پخواني صدر پروېز مشرف پرضد د سنګینې غدارۍ مقدمې پرېکړه دې وځنډوي. د دغه قضیې اورېدنه نن د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس اطهرمن الله په مشرۍ کې درې کسیزه جرګګۍ (بېنچ) کوي.

دا فیصله خصوصي عدالت د نومبر پر نولسمه محفوظه کړې وه او ویلي يې ول چې د روانې میاشتې پر ۲۸ مه نېټه به يې اوروي.

د نومبر په پنځویشتمه د داخله چارو وزارت خصوصي عدالت ته ورکړل شوي درخواست کې دریځ خپل کړی چې د سنګینې غدارۍ په مقدمه کې د پروېز مشرف شریک ملزمان نه دي شامل کړل شوي نو باید چې دا فیصله اورول ودرول شي.

بل پلو پروېز مشرف هم د خپل وکیل سلمان صفدر په لاس اسلام اباد های کورټ ته د دې فیصلې درولو لپاره درخواست وړی دی چې پکې يې ویلي په دې مقدمه له پروېز مشرف سره د قانون مطابق چلند نه دی شوی او نه ورته د دفاع موقع ورکړل شوې.

یاده دې وي د نومبر پر نولسمه د خصوصي عدالت قاضي وقاراحمد سېټ په مشرۍ یوې درې کسیزې جرګګۍ (بېنچ) د پخواني امر جنرل پروېز مشرف پرضد د سنګینې غدارۍ مقدمې فیصله محفوظه کړې وه او ویلي يې ول چې دا به د نومبر پر ۲۸مه نېټه اوروي.

د پخواني امر مشرف پرضد د پاکستان مسلم لیګ ن وفاقي حکومت په دوه زره دیارلسم کال کې د سنګینې غدارۍ مقدمه درج کړې وه چې پکې يې ویلي ول، نوموړي په دوه زره اووم کال د نومبر پر درېمه په ملک کې ایمرجنسي لګولې او د پاکستان ایین يې مات کړی وو نو د ایین تر شپږمې مادې لاندې دې ورته د مرګ سزا ورکړل شي.

د پاکستان پيپلزپارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په اسلام اباد کې د نومبر په پنځویشتمه له رسنیو سره خبرو کې وویل حکومت د یوه پوځي امر ژغورلو لپاره کوششونه کوي چې له کبله به ترې جمهوریت ته نقصان ورسي.

''دا وخت پر یوه تښتېدلي او غدار مقدمه روانه ده، زموږ چیف جسټس ویلي ول چې د دې فیصله زر راتلونکې ده خو اوس اورو چې د عمران نیازي صېب حکومت د دې غدار ژغورلو لپاره پوره کوشش کوي.''

بل پلو د کورنیو چارو وفاقي وزیراعجاز شاه له ډان ټي وي سره په یوه پروګرام کې ویلي دي چې پروېز مشرف دا وخت سخت ناجوړه دی نو ځکه عدالت ته نه شي راتلای او دا چې د نوموړي دریځ هم په عدالت کې نه دې اورېدل شوی.

پروېز مشرف دا وخت په دبۍ کې مېشت دی او په دوه زره شپاړسم کال کې د مارچ پر اتلسمه د علاج لپاره دبۍ ته تللی وو.

ریټایرډ جنرل پروېز مشرف په ۱۹۹۹ز کال کې د پاکستان مسلم لیګ ن د حکومت په ختمولو په اقتدار کې راغلی وو او تر دوه زره اتم کال پورې د صدارت پر چوکۍ پاتې شوی چې وروستو بیا هم په دغه کال کې د پاکستان پیپلز پارټۍ په حکومت کې يې دغه چوکۍ پرېښوه.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG