ملګرو ملتونو په افغانستان کې په یو چاودنه کې د خپل یو بهرني کارمند وژل کېدل او د دوو افغان کارمندانو د ټپي کېدو د پېښې په اړه پلټنه غوښتې.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما بېګا شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې د خپلو کارمندانو شناخت او شهریت نه دی ښودلی خو پر افغان حکومت یې غږ کړی چې په برید کې ککړ دې عدالت ته راکاږي.
د افغانستان ملي امنیت شورا او په کابل کې د امریکا سفارت هم دا برید غندلی دی.
د کورنیو چارو وزارت په یکشنبه تایید کړه چې یو بهرنی وګړی د یکشنبې ماښام د کابل په مکروریانو کې د ملګرو ملتونو پر موټر د لاسي بم په برید کې ووژل شو.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاندې مروې امیني ازادۍ راډیو ته وویل په برید کې ۵ افغان وګړي هم ټپیان شوي.
هغې زیاته کړه: "د ملګروملتونو پر یو موټر د کابل د درېم مکروریان د نهمې ناحیې اړوند سیمه کې د لاسي بم برید شوی، په پېښه کې یو بهرنی مړ او پنځه ولسي افغانان ټپیان شوي، په ژوبلو کې دوه تنه د ملګروملتونو د دفتر کارکوونکي دي."
د دې برید مسوولیت تراوسه هېڅ یوې ډلې نه دی منلی خو په افغانستان کې ډېری وسله وال بریدونه طالبان او د اسلامي دولت ډله - داعش کوي.
د فېسبوک تبصرې