د لاسرسي ځای

تازه خبر

ټرمپ د استادانو په پرېښودو کې د غني او عمران مننه کړې


پاکستان او امريکا موافقه کړې چې په افغانستان کې د سولې هدف ترلاسه کولو لپاره به په ګډه کار ته دوام ورکوي.

په پنجشنبه د پاکستان وزیراعظم له دفتره په جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې وزيراعظم عمران خان او د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ترمنځ د نومبر پر ۲۲مه ټېلېفوني خبرې شوي دي.

دواړو مشرانو پر دوه اړخيزو اړيکو او په سيمه ايزو چارو غږېدلې او په دې لړ کې رابطو ته په دوام ورکولو سلا شوي.

عمران خان وويل چې په افغانستان کې د برمته شويو بهرنيو استادانو خوشېکيدل يو مثبت پرمختګ دی او هېواد یې ورباندې خوشاله دی.

ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د نیول شویو امريکايي او اسټریلیايي استادانو په خوشې کېدو کې د پاکستان مثبت کردار ستايلی دی.

د پاکستان وزيراعظم د امریکا له ولسمشر سره په خبرو کې په افغانستان کې د امن او جوړ جاړي پروسه کې د خپل هېواد ژمنتيا تکراره کړې.​

د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ
د امریکا ولسشمر ډونلډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ اوربند په افغانستان کې د سولې د خبرو له پیل مخکې مهم شرط بللی او د سولې په بهیر کې یې د افغان حکومت پر مخکښ رول ټینګار کړی.

د ارګ له خوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې ولسشمر ټرمپ په پنجشنبه له ولسمشر اشرف غني سره ټېلېفوني خبرې وکړې.

خبرپاڼه زیاتوي، د امریکا او افغانستان ولسمشرانو د بندیانو له وروستۍ تبادلې نیولې، د اسلامي دولت (داعش) ډلې پر ماتې او د سولې تر خبرو پورې پر بېلابیلو مسایلو بحث وکړ.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي بېګا ماښام (لړم ۳۰مه) آزادۍ راډیو ته وویل چې ولسمشر غني له خپل امریکايي سیال سره د نومبر پر ۲۱مه متحده عربي اماراتو ته د سفر پرمهال خبرې وکړې.

صدیقي زیاتوي چې په دې خبرو کې افغان ولسمشر خپل امریکايي سیال ته د سولې لپاره اووه فقره یي حکومتي پلان په اړه معلومات ورکړل او ښاغلي ټرمپ د سولې لپاره د اساسي شرط په توګه پر اوربند ټینګار وکړ.

د صدیقي په وینا ولسمشر ټرمپ د سولې په پروسه کې د افغانستان د حکومت رول او مدیریت مهم وباله.

طالبانو تردې دمه د اوربند او د افغانستان له دولت سره د مستقیمو خبرو غوښتنې رد کړې دي.

ولسمشرټرمپ د طالبانو او امریکايي چارواکو ترمنځ په قطر کې د خبرو د نهو پړاوونو په دوام په سپټمبر میاشت کې د سولې خبرې وروسته له هغه لغو کړې چې په کابل کې د طالبانو په یوه برید کې یو امریکايي پوځي او یوولس نور کسان ووژل شول.

د امریکايي پوهنتون د استادانو خوشې کېدل بله هغه موضوع وه چې د ښاغلي صدیقي په وینا د دواړو ولسمشرانو په مکالمه کې خبرې پرې وشوې.

هغه وویل: "ولسمشر ټرمپ د افغانستان له ولسمشر څخه له دې کبله مننه وکړه چې د امریکايي پوهنتون د دوو استادانو په خوشې کولو کې یې ډېرې هڅې وکړې".

د ارګ ویاند زیاتوي، د امریکا ولسمشر ښاغلي غني ته بلنه ورکړه چې واشنګټن ته سفر وکړي چې د ولسمشر غني له خوا ومنل شوه. خو ښاغلي صدیقي د سفر د نېټې په اړه یې څه ونه ویل.

ولسمشر ټرمپ وړمه ورځ هم پر ټویټر په یوه پیغام کې له ښاغلي غني څخه مننه کړې وه او د امریکايي پوهنتون د استادانو په بدل کې د درېوو طالب مشرانو خوشې کول یې د زړورتیا یو اقدام بللی وو.

ټرمپ لیکلي ول، دی هیله من دی چې دا ګام به د سولې په برخه کې د اوربند په څېر نورو ښو پرمختګونو ته لار پرانیزي.

طالبانو د حقاني شبکې د ورور انس حقاني په ګډون د خپلو درېوو جګپوړیو غړیو په بدل کې د سشنبې په ورځ امریکایی کیون کینګ او استرالیايی ټیموټی ویکس چې په ۲۰۱۶ کال کې په کابل کې تښتول شوي وو، خوشې کړل.

د لوېدیځ یوشمېر مشرانو هم د دې تبادلې ستاینه کړې ده او دا یې د سولې د ټینګښت په هڅو کې یو نوی ګام بللی دی.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG