د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان د ترهګرۍ جهاني درجه بندۍ کې تر ټولو وژونکې ډله


عکس له ارشیفه.
عکس له ارشیفه.

د نړیوال ترهګرۍ په تازه درجه بندۍ کې طالبان په ۲۰۱۸ز کال کې د نړۍ خونړۍ "ترهګره" ډله بلل شوې ده.

د اقتصاد او سولې انسټټیوټ په تازه راپور کې راغلي چې په ۲۰۱۸ ز کال کې د طالبانو بریدونه۷۱ سلنه زیات شوي وو او نېږدې ۶۱۰۳ تنه یې وژلي دي.

په راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د دومره کسانو وژل کېدل په ټوله نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي.

د نړیوال ترهګرۍ شاخص په دې راپور راغلي، که څه هم په تېرو څلورو کلونو کې د ترهګرۍ په پېښو کموالی راغلی، خو په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونه دوه برابره شوي دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د افغانستان حکومت او بېلابېل لوري هڅه کوي طالبان د تاوتریخوالي کمولو ته وهڅوي.

ولسمشر اشرف غني د طالب بندیانو او د افغانستان امریکايي پوهنتون استادانو د تبادلې یو هدف دا وباله چې د طالبانو او دولت ترمنځ مخامخ خبرو پیلېدو سره مرسته وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان ملي امنیت شورا وايي، که څه هم سږ کال یې د طالبانو لوی هدفونه ناکام کړي دي خو دغه ډله لا هم دولت ته یو خطر دی.

د دې شورا ویاند کبیر حقمل ‌مشال راډیو ته وویل: "موږ د دې ترڅنګ چې د سولې لپاره هلې ځلې کوو، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په دې دښمنانانه نیت باندې پوه یوو. موږ لکه څنګه چې د سولې په هڅو کې کم نه یوو راغلي، همدومره له دښمنانو سره په جګړه نه ستړې کېږو او د خپل ولس ژوند ژغورلو او د افغانستان ثبات او امنیت ته ژمن یوو."

پوځي کارپوهان بیا وايي، طالبان په افغانستان کې د بلې هرې ډلې په پرتله پراخ فعالیت لري، له همدې کبله یې په جګړو کې د اوښتو زیانونو شمېر هم زیات دی.

د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال عتیق امرخېل وايي: "دا یو واقعیت خبره ده چې طالبان په تېرو ۱۸ کلونو کې د حکومت پرضد وجنګېدل او تر ټولو لوی تهدید دی. دا ډله ملاتړ کوونکي هم لري او څوک شته چې تمویل یې هم کوي. طالبان په یو شمېر سیمو کې نفوذ هم لري له همدې کبله لوی خنډ ګڼل کېږي. "

خو طالبان بیا د اقتصاد او سولې انسټټیوټ خپور شوی راپور ردوي.

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد مشال راډیو ته وویل، دوی د ولسي کسانو ژوند ته تل پام کړی.

د داعش ډله په طالبانو پسې دوهمه خونړۍ ترهګره ډله یاده شوې ده چې تر ډېره یې په عراق او سوریې کې فعالیت کاوه.

د نړیوال ترهګرۍ شاخص په دې راپور راغلي، داعش ډلې په ۲۰۱۸ز کال کې ۱۳۲۸ کسان وژلي.

په ۲۰۱۷ز کال کې دا شمېر بیا ۴۳۵۰ کسان یاد شوي وو.

د دغه راپور د معلوماتو په اساس، له ۲۰۱۴ز کال راهیسې په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۵۲ سلنه کم شوی دی.

په دې راپور کې دغه شان راغلي، په ۲۰۱۴ز کال کې ترهګرو ډلو ۳۳۵۵۵ کسان وژلي وو، خو په ۲۰۱۸ز کال کې بیا دې ډلو ۱۵۹۵۲ کسان له‌ منځه وړي دي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي چې د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د سږ کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ولسي وګړي وژل شوي او ۵۵۷۶ نور ټپیان شوي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې هم د ولسي وګړي تلفاتو د ډېری مرګ ژوبلې مسوولان د حکومت مخالف وسله‌ وال طالبان بلل شوې دي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG