د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې داعش د ماتې پر قبايلي سيمو اغېز؟


په تېرو څو ورځو کې په ننګرهار کې د داعش وسله والو تسليمېدل د افغانستان د رسنيو توده موضوع وه.

د ننګرهار والي د نومبر پر ۱۷مه نېټه اعلان وکړ چې د داعش په لسګونو جګړه مار ورته تسليم شوي دي.

شاه محمود ميا خيل خبريالانو ته وويل چې په تسليم شويو کې د جګړه مارو د کورنيو شاوخوا ۴۰۰ ښځې او ماشومان هم دي چې دده په خبره زياتره د خیبرپښتونخوا له قبايلي سيمو سره تړاو لري.

په افغانستان کې دا دومره مهم پرمختګ وو چې د نومبر پر ۱۹ مه نېټه پر ورځ افغان ولسمشر اشرف غني جلال اباد ته ولاړ او ولس ته يې په رسمي توګه په ننګرهار کې د داعش د ماتې مبارکي ورکړه.

په افغانستان کې ننګرهار هغه لومړی ځای وو چې پکې په ۲۰۱۵م زکال کې داعش وسله والې ډلې سر راپورته کړی وو او ورو ورو يې ډېر زيات نفوذ موندلی وو.

پوښتنه داده چې په ننګرهار کې د داعش ادعا شوې ماتې به د ډېورنډ کرښې بلې غاړې ته فعالو وسله والو باندې اغېز وي او که نه؟

دا او نورې پوښتنې د مشال تر رڼا لاندې بحث کې په کابل کې د سولې او شخړې مطالعاتو مرکز څېړونکي حکمت اعظمي او په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز خبريال مشتاق يوسفزي سره څېړل شوې دي.

په ننګرهار کې داعش د ماتې پر قبايلي سيمو اغېز؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:25:00 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


XS
SM
MD
LG