د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د افغانستان ککړه هوا تر جګړې زیاته مرګونې کېدای شي'


د کابل چاپېریال تل لړو نیولی وي.

په افغانستان کې د لړلي یا ککړ چاپېریال ستونزه په دې هېواد کې د څو لسېزو تر جګړې هم زیاته ننګونکې او مرګونې کېدالی شي.

يوه نړيواله څېړنيزه اداره سټېټ اف ګلوبل ايېر وايي، په ۲۰۱۷ ز کال کې ککړې هوا تر ۲۶۰۰۰ زيات افغانان وژلي دي چې په همدې کال د ملګروملتونو د يوه رپورټ له مخې په جګړه کې د وژلیو کسانو شمېر شااوخوا۳۵۰۰ وو.

د اسوشیېټېډ پرېس د راپور له مخې کابل د نړۍ یو له هغو ښارونو دی چې هوا يې زښته زياته ککړه ده.

"د افغانستان ککړه هوا تر جګړې هم مرګونې کېدای شي"
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00


دا ښار زياتره وخت، په ککړه هوا پوښلی وي. خلک په کورونو کې سکاره، پلاسټيکونه، ربړونه او خځلې سېځي. د راپور په لیکنه د هوا ککړتيا په ماشومانو کې سينه بغل او نورې ناروغۍ زېږوي.

د اندرا ګاندې روغتون ډاکټر سيف الله وايي، د ککړې هوا ناروغان ور وړل کېږي.

''موږ ډېر ناروغان لرو. په يوه وارډ کې ۱۰ بسترې دي خو کله نا کله پکې ۳۰ ناروغان بستر کېږي.''

له اسوشیېټېډ پرېس سره په خبرو کې د کابل په یوه پنډغالي کې مېشته یوه مېرمن وايي، دېپنځه ماشومان د ککړې هوا او بې وزله له لاسه مړه شوي دي. د دې په خبره د داروګانو اخېستو پيسې یې نه لرلې. دا وايي مېړه یې د دوو لاسو خوري باسي نو په هغو به یې څنګه ګوزران وشي.

په کابل کې لوی شمېر داسې خلک دي چې د بې وزلۍ له کبله خلک د سون خوندي توکي نشي رانيولی.

برقي هيټران ګران او زياتره وخت برېښنا نه وي. زاړه موټران او جنرېټران هم د هوا د ککړتيا لامل دي.

د کابل چاپېريال ساتنې ادارې د زړو موټرانو مخنيوي پروګرام پيل کړی.

د لسېزو جګړې د افغانستان چاپېريال ته زيان رسولی دی. د کابل ښارولۍ ويانده نرګس مومنده وايي، که خلک مرسته ونکړي ښايې ککړه هوا ناسور شي.

''که هرڅوک د کابل ښارولۍ پر لارښوونو عمل وکړي نو ښايي الودګي کنټرول شي. که چېرته خلک زموږملاتړ ونکړي او ډېرانونه په مالومو ځايونو کې و نه غورځوي او په کورونو، حمامونو او سوناګانو کې د سون مناسب مواد ونه کاروي نو موږ به تر کلونو پورې له دې ناسور سره مخامخ يو.''

حکومت پر ټېليويژونونو، جماتونو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د چاپېريال پوهاوي کمپاين پيل کړی دی.

د فېسبوک تبصرې

د مشال ویډیوګانې، انځورونه

انځورونه، ویډیوګانې

سوات کې منزلونه ډرامه وړاندې شوه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:34 0:00
تفصیل...
XS
SM
MD
LG